په کابل کې د هند سفیر، من پریت ووهرا د کابل په شش درک سیمه کې د ده په کور د توغندي له لګیدو وروسته وویل چې په دې پيښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
د نوموړي په وینا، د افغانستان په سختو شرایطو سره سره بیا هم ډهلي له کابل سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
همداراز په کابل کې د هند سفیر زیاتوي چې ترهګرې ډلې په دې هڅو سره غواړي چې د کابل او نوي ډهلي اړیکې خرابې کړي.
سېشنبې د غبرګولي۱۵مه له غرمې مخکې د کابل په شش درک سیمه کې د هند سفیر پر کور توغندی ولګید.
یاده سیمه تر سختې ساتنې لاندې ده چې یو شمېر سفارتونه په کې پراته دي.
د توغندی د توغولو لوری نه دی څرګند.
دا په داسې حال کې وه چې تیره ورځ د کابل بهیر ناستې لپاره کلک امنیتي تابیاوې نیول شوي دي.
تر اوسه پورې د دې برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.