Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند او افغانستان امنیتي برخو کې همکاریو پراخوالي هوکړه وکړه

د افغانستان اوسویلی اسیا په اړه دامریکا متحده ایالاتونو د نوي تګ‎لارې له اعلان ورسته د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، صلاح‎الدین رباني هند ته د خپل لومړنی سفر په ترڅ کې د دې هېواد له لومړی وزیر، نرندرا مودي، ملی امنیت شورا له سلاکار، اجیټ ډوال او دبهرنیو چارو له وزیرې، سوشما سوارج سره وکتل.

دبهرنیو چارو وزیر وایي له څنګه چې په هند کې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې بې ګناه کسان وژني، په همدې ډول په افغانستان کې له داعش، طالبانو او القاعده شبکې سره په ملګرتیا کې په ترهګریزو بریدونه کې لاس لري.

ده وړاندې وویل:«د طیبه لښکر او جیش محمد په شان ترهګرې ډلې چې په دغه هېواد کې ملکي خلک په نښه کوي، په افغانستان کې هم د طالبانو، القاعدې او داعش ترڅنګ دې ته ورته فعالیتونه کوي.»

صلاح الدین رباني له سوشماسوراج سره په ګډه خبري ناسته کې د دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو پراختیا یوه اړتیا بولي.

رباني څرګندوي:«له هند یا بل هر هیواد سره د افغانستان دوستي زموږ په ګاونډ کې له بل هیواد سره د دښمنۍ په مانا نه ده، دغه ډول منطق هیڅکله زموږ په بهرني سیاست کې ځاي نه درلود، موږ د نورو په شان د بل هیواد د بې ثباته کولو په فکر کې نه یوو.»

له بلې خوا د هند د بهرنیو چارو وزیره هم وايي د افغانستان او هند د اړیکو پراختیا نه یوازې د دواړو هیوادونو د خلکو بلکې د سیمې لپاره مهمه ده.

سُشما سواراج وايي:«موږ د هغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره چې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو ته د امنو پټنځایونو له پلوه چې دواړه هیوادونه یې زیانمن کړي سره متحد یو، موږ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لویو قربانیو ته درناوی کوو چې د ټولو انسانانو لپاره جنګیږي.»

په دغه ناسته کې هند همداراز ژمنه وکړه چې په نېږدې راتلونکي کې به د افغانستان د روغتیا، پوهنې او کرنې په برخو کې ۱۶۰ پروژې عملي کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې سفر کې لومړی د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیټ دوال سره د دواړو هېوادونو په وړاندې د ګډو ننګونو په اړه خبرې کړې دي

شریک یي کړئ