د میدان وردګو ولایت سیمهييز چارواکي وايی چې په دې ولایت کې د امریکا متحده ایالاتونو بېپيلوټه الوتکې برید په پایله کې ۶ وسلهوال وژل شوي دي.
د والي ویاند، عبدالرحمن منګل وویل چې دا برید تېره ورځ(یکشنبې د غويي۱۷مه) په میدان ښار کې د ترهګرو پر یوه پټنځای ترسره شوی دی.
دی زیاتوي چې په وژل شویو کې د طالبانو قومندانان شامل دی.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.