د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، د ولسي جرګې غړو نن په خپله عمومي غونډه کې، یوه اعلامیه صادره کړه او په هغه کې یې له حکومته وغوښتل چې له امریکې سره خپلې اړیکې وځنډ وي.
د ولسي جرګې ځينې غړي، د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیتالمقدس په رسمیت پېژندل له ټولو ډموکراټیکو ارزښتونو سره په ټکر کې بولي او دا امریکا د ولسمشر دا کار د سولې پر ضد یو خوځښت بولي.
د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي وايي:«افغان حکومت، د دغه غیر انساني، د اسلام پر ضد او له تاوتریخوالي سره مل فرمان په وړاندې، خپلې ډیپلوماټيکې او سوداګریزې اړیکې د دغه فرمان تر لغوه کېدو وځنډ وي.»
د ولسي جرګې بل استازی عبدالستار خواصي زیاتوي:«هغه اسلامي هېوادونه چې ولسمشران او حکومتي چارواکي یې غلام دي، تاسې دریځ ونسئ.»
د ازاد اسلامي خوځښت ګوند مشر سید محمد علي جاوېد هم په دې اړه وویل:«د پلازمېنې په توګه د بیت
المقدس پېژندل به د امریکا لپاره ډېره درنه بیه ولري.»
له دې ټول سره د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وايي چې امریکا له خپلې دغې پرېکړې سره، په سیمه او نړۍ کې شخړې ډېروي. هغه زیاته کړه:«دا پرېکړه په خپل ذات کې، د نړۍ په کچه کړکېچ عنوان وي او دا یوه جفا ده.»
په پرېکړو کې بې وسي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ نه پیوستون هغه لاملونه دي چې د ولسي جرګې د غړو په وینا امریکا یې دغه پرېکړې ته هڅولې.
د ولسي جرګې استازی عبدالروف انعامي وايي:«کهچېرې تاسې فکر کوئ چې له دغو نارو او چغو سره د ځواکونو مخه نیسئ، هېڅکله شونې نه ده.»
د ولسي جرګې بل غړی محمد سرور عثماني هم زیاتوي:«امریکا منافقه ده. امریکا زور ویونکې ده. امریکا ستر شیطان دی.»
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په شپه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړی چې د هغه دا کار د نړۍ ځینو هېوادونو غندلی.