په بدخشان ولایت کې د ترهګرو پرخلاف د عملیاتو لپاره د دغه ولایت د اوسېدونکو له بیابیا غوښتنو وروسته، اوس د دغو عملیاتو یوه برخه پيل شوې ده.
افغان ځواکونو د سه شنبې په سهار د ولسي پاڅون کوونکو په مرسته د نوموړي ولایت له مرکزي برخو د شفق ۲ په نوم ژمني عملیات پيل کړل.
په بدخشان کې امنیتي ځواکونه وايي چې د دغو عملیاتو په لړ کې یې څو کلي د ترهګرو له شتونه پاکې کړې دي او ترهګرو ته یې مرګ ژوبله هم اړولي دي.
د بدخشان د امنیت امر محمد نبي بیان وویل:«موږ عملیات پیل کړي دي او دغه عملیات به د ژمي په اوږدو کې دوام پیدا کړي ترڅو سیمه په بشپړه توګه د ترهګرو له شتون څخه پاکې شي.»
له بلخوا د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې سربېره افغان پوځیانو ته هم زیانونه رسېدلي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیر صمیم په دې اړه وویل:«امنیتي ځواکونه د خلکو د دښمنانو لهخوا په ناڅاپۍ سره مخ شول شهید او ټپيان شوي دي.»
د بدخشان امنیه قومانداني د افغان پوځیانو مرګ ژوبله مني خو وايي د فیض آباد ښار په دوو برخو او په وردوج او یمګان ولسوالیو کې له چاڼیزو عملیاتو وروسته به دغه شمېر اعلان کړي.
د بدخشان د امنیت امر محمد نبي بیان زیاته کړه:«طبیعي خبره ده چې جګړه ټوکې نه دي.د امنیتي ځواکونو څو تنه شهید او ټپیان شوي خو د دښمن مرګ ژوبله ډېره ده. »
د بدخشان ولایتي شورا د فیض آباد ښار په دوو ناحیو کې د طالبانو فعالیت دغه ښار ته لوی ګواښ ګڼي او وايي کهچېرې دا برخې په بشپړه توګه امنې نهشي د افغان ځواکونو لخوا د وردوج او یمګان ولسوالیو بېرته نیول به ستونزمن کار وي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري څرګنده کړه:«امنیتي ځواکونه باید د وردوج او یمګان په ولسوالیو کې د ترهګرو اصلي اډې چې هلته دي ستر عملیات په لاره واچوي.»
له بلخوا په بدخشان کې د پوځي چارو کارپوهان او د مدني ټولنې غړي ژمی په دې ولایت کې د ترهګرو د ځپلو لپاره مناسب موسم بولي او ټینګار کوي کهچېرې دا عملیات دوام وکړي او ټولو برخو ته پراخ شي په راتلونکي پسرلي کې به جګړه کمه شي.