Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بدخشان کې د طالبانو په جګړه کې د تکتیک بدلون

د هېواد په شمال بدخشان ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې ترهګر اوس له نویو لارو سره د امنیتي ځواکونو پوستې په نښه کوي.

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود راسخ وايي په تېره یوه میاشت کې طالبانو دوه ځله په فدایي توګه پر بهارک ولسوالۍ برید کړی چې په لومړي ځل دوه ملي پولیس مړه او درې ټپيان شول او بریدګر هم ووژل شول.

 همدارنګه د دوشنبې په شپه هم ترهګر له وردوج څخه بهارک ته ورسېدل چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې یو بریدکوونکی ووژل شو، دوه ټپيان شول او نور وتښتېدل.

د بهارک ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود راسخ وویل:«دننه په بهارک کې داسې کورنۍ هم شته چې د هېواد او دین له دښمنانو سره همکاري کوي،خو موږ هڅه کوو د دې په څېر چې یرغلي بریدونه مو شنډ او ځانمرګي موږ هم له منځه وړي دي.»

په فیض اباد ښار کې د مدني ټولنې یو شمېر غړي د طالبانو د جګړې د نوې بڼې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي د ژمنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د حکومت بې پامي د دې ډلې د پیاوړي کېدو لامل شوې ده.

د مدني ټولنې غړي عبدالبصیر وثیق وویل:«د طالبانو دا کار ډېر خطر ناک دی.په دغه کار کې ډېری مُلکي کسان وژل کېږي چې په لومړي پېر کې یې هم مُلکي کسان له منځه تللي او په همدې پېر کې د سیمې ډېری خلک زیان ویني.»

له بلخوا د جګړې په لومړۍ کرښه کې افغان پوځیان وايي د ژمنیو عملیاتو لپاره د لوړپوړو چارواکو د حکم په تمه دي.

د بهارک ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود راسخ وویل:«موږ ټول دولتي ځواکونه په لومړۍ کرښه کې د حکم په تمه یوو او هر وخت چې موږ ته حکم وشي موږ خپل عملیات پیل وو.»

د بدخشان سیمه‎يیز چارواکي وايي ټاکل شوې ده چې د ژمي په درېیو میاشتو کې ټولې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیول شي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار هم څرګنده کړه:«ډېر ژر عملیات پیل وو. او ټاکل شوې ده چې سیمه‎ييز عملیات تر دوه او درې راتلونکو ورځو نورو پیلېږي.او د وردوج چاڼیز عملیات به د ژمي په همدغو درېیو میاشتو کې پیل شي.»

د بدخشان سیمه‎يیز چارواکي له دوو میاشتو راهیسې په دې ولایت کې د طالبانو پرخلاف د لویو عملیاتو د پيلولو خبره کوي خو دا ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې.

له بله پلوه له څه د پاسه یوه کال راهیسې وردوج او یمګان ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او د دې ولایت په څو نورو ولسوالیو کې هم دا ډله پراخ فعالیت لري.

شریک یي کړئ