Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې د شاهین پر قول اردو د برید په اړه تازه مالومات

د ۲۰۹شاهین قول اردو په برید کې چې په پایله کې یې ۱۳۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۶۰ تنه نور ټپيان شول،د ۱۰ طالبانو له خوا چې د ملي پوځ جامې یې اغوستې وئ او په دوو رنجرو موټرو کې سپاره وو ترسره شوی دی.

بریدګر توانېدلي دي چې له څو پوستو تېر او ځان دننه قول اردو ته ورسوي او د ملي پوځ د افسرانو او سربازانو په ډلې چې د جمعې لمانځه د ادا کولو او همدارنګه د ډوډۍ د خولو په خونه کې سره راغونډ وو په ډزو سره ویشتي دي.

دغه برید پنځه ساعته دوام درلود.
د طلوع نیوز خبریال شریف امیري وايي چې له دغه برید څخه وروسته هېڅا قول اردو ته د ننوتل اجازه نه‎لرله.

د قربانیانو کورنۍ د دغه قول اردو دروازې ته راغلي وو ترڅو د خپلو خپلوانو مړي یې له ځان سره یوسي.

شریف امیري چې له یو شمېر دغو کورنیو سره خبرې کړي دي وايي چې دغه کورنۍ د خپلو خپلوانو مړي په خپلو موټرو کې لېږدوي.

یو شمېر سرچینې او امنیتي چارواکي چې نه غواړي د هغوی نوم واخیستل شي وايي د مرګ ژوبلې شمېر تائید وي خو حکومت په ځانګړې توګه ملي دفاع وزارت په دې اړه جزئيات نه ورکوي.
د یوې سرچینې په وینا یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکو توکو ته له جومات څخه بهر چاودنه وکړه او وروسته دویم ځانمرګي دننه جومات کې او درېیم هم په طعام خانه کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د سرچینې په وینا یوه بریدګر ډېر شمېر سرتېرو ته وویلي وو چې طمام خانې ته ننوځي او وروسته د طعام خانې دروازه وتړله او پر عسکرو یې ډزې وکړې.

د بریدګرو د برید پر مهال ډېری پوځيان چې جومات او طعام خانه کې وو له هغوی سره وسلې نه وې.

چارواکو تراوسه د دغه برید د مرګ ژوبلې د کره شمېرپه اړه څه نه دي ویلي خو ځنې رپوټونه رسوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳۵ تنه وژل شوي دي.
شریف امیري همدارنګه وايي چې د هغو پوځیانو مړي چې په دغه برید کې وژل شوي د شنبې په ورځ کورنیو ته یې ورکړل شول او همدارنګه د یو ډېر شمېر نورو مړي یې د چورلکو په واسطه اړوندو ولایتونو ته یې ولېږدول شول.

هغه زیاته کړه چې چورلکو د دغې پېښې د قربانیانو مړي کابل،کندز،بدخشان او تخار ولایتونو ته ولېږدول.

چارواکو د دې په اړه چې ولایتونو ته د قربانیانو د مړو د لېږد د شمېر او کورنیو ته د تسلیمېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې یو شمېر چارواکي وايي چې یو شمېرمړي سوځېدلي دي او د پېژندلو نه دي او دا کار د دې لامل شوی دی چې د قربانیانو د تسلیمېدو بهیر پڅ په مخ ولاړ شي.

طالبانو د دغه برید مسؤولت منلی.

دغه برید په داسې حال کې ترسره شو چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو په اړه داسې ویلي وو.

:«طالبان اوس په افغانستان کې یو ستر واقعیت دی.» 

بریدګر توانېدلي دي چې له څو پوستو تېر او ځان دننه قول اردو ته ورسوي او د ملي پوځ د افسرانو او سربازانو په ډلې چې د جمعې لمانځه د ادا کولو او همدارنګه د ډوډۍ د خولو په خونه کې سره راغونډ وو په ډزو سره ویشتي دي

شریک یي کړئ