Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د ۳ مُلکي کسانو وژل کېدل

د بهرنیو او کورنیو ځواکونو د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د داعش پر ضد شپنیو عملیاتو کې درې ملکي وګړي وژلي او تر لسو ډېر یې له ځانه سره وړي.

د ښېوې ولسوالۍ د کوټې تاران سیمې اوسېدونکي وايي، چې د دې کلي پر بېلابېلو کورونو بهرنیو او کورنیو ځواکونو تېره شپه ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې درې ملکي وګړي وژلي او څه باندې لس تنه یې له ځان سره وړي دي.

د کوټې تاران سیمې اوسېدونکی مولوي حبیب الله په دې اړه وویل:«د شپې ۱ بجه به وه چې چاپې شروع شوې، درې کسه په یو ځای کې په ډزو سره وژل شوي او ځواکونو کې خارجیان هم وو.»

د وژل شوي کس خوریی فیض الله وايي:«دا وضعیت غندو، وژل شوي کسان غریب کاره و او هېڅ ترهګرې ډلې پورې تړلي نه وو.»

د سیمې اوسېدونکي عادل هم په دې اړه څرګنده کړه:«په دې ځای کې درې نفره ویده وو، همدلته پرې ډزې کېږي.»

 دلته په ختیځ کې د افغانستان بانک د رییس پر کور هم عملیات شوي چې د هغه د ۶ زامنو په ګډون ورور یې هم بهرنیو ځواکونو له ځانه سره وړی دی.

د سیمې دا خلک له ترهګرو سره هر ډول لاس لرل ردوي.

محمد جان یو له هغو کسانو څخه دی چې پر کور یې عملیات شوي دي هغه وايي:« دلته د افغانستان بانک رییس هم اوسېږي، زامن یې هم دولت کې دندې لري او زما زامن هم عسکرو له ځان سره یې یوړل او دروازې یې په بمونو والوځولې.»

د کوټې تاران ښوونځي څوکیدار ګل اکبر هم وايي:«زه په ښوونځي کې څوکیدار یم، د شپې عسکرو چې خارجیان هم په‎کې وو سر راښکاره کړ، راننوتل او زه یې وتړلم، ټول مکتب یې هم تلاشي کړ.»

چارواکي دا ردوي چې ګواکې په عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو هم ګډون درلود او د نورو جزئیاتو لپاره وخت غواړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي:«عملیات کورنیو ځواکونو کړي، بهرنیان په کې نه وو. مرګ ژوبله اوښتې ؛خو لا له مونږ سره پوره جزئیات نه دي شریک شوي.»

له اوږده ځنډ وروسته بهرني ځواکونه په داسې عملیاتو کې مخامخ برخه اخلي ؛خو نیوکه کېږي چې ملکي وګړي یې په نښه کړي.

شریک یي کړئ