د وردکو ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوې نښتې په ترڅ کې د طالبانو ۴ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور یې په کلکه ژوبل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې تېره شپه د ۱۰ بجو په شاوخوا کې د میدان وردکو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د یوې نښتې په پایله کې ۴ تنه طالبان ووژل شول او ۷ تنه نور یې په کلکه ټپيان شول.
په دغې نښته کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی او یو سیمهييز سرتېری ټپي شوی دی.
د دغې نښتې په لړ کې امنیتي ځواکونو یو اندازه جنګي وسلې هم ترلاسه کړي دي.