Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې دوه ولسي وګړي وژل شوي

د کابل د قره باغ ولسوالۍ د امنیه قومندان په وړاندې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

یوه امنیتي سرچینه طلوع‎نیوز ته وايي چې تېره شپه ۸ بجې (د زمري په ۱۲ مه) د قره باغ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په وړاندې یوه ځانمرګي برید ګر ځان ته چاودنه وکړه او په پایله کې یې ۵ بهرني ځواکونه هم ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د پرېکنده ملاتړ مأموریت وايي چې په دغه برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دوشنبې په ورځ کابل د یوې ترهګریزې پېښې شاهد وه؛د داعش جنګیالیو په کابل کې د عراق پر سفارت برید وکړ چې په پایله کې یې دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ