د ملي امنیت لوی ریاست په کندهار ولایت کې د درېیو وسلهوالو ډلو له نیول کېدو خبر ورکوي چې په دې ډلو کې ۱۶ تنه شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شویو کسانو د مولوي سیدمحمد، ملا راز محمد او ملا میرزا محمد په مشرۍ ترهګریزې کړنې ترسره کولې.
یاد کسان د کندهار ولایت په ډنډ، ارغنداب، دامان او شاولي کوټ ولسوالیو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو د افغان ځواکونو پر پوستو په ډلهییزو بریدونو، ترهګریزو او ورانکارو چارو او د دولتي کسانو په ترور لاس پورې کاوه.