Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ډنفورډ:د امریکايي ځواکونو د زیاتوالي تصمیم به ډېر ژر اعلان شي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ،د دوشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې شونې ده تر راتلونکو درېیو اوونیو، د راتلونکې زېږدیزې میاشتې په منځ کې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو د زیاتوالي په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز همدارنګه وویل چې پاکستان باید ډاډ ورکړي چې حقاني ډله او طالبان په سویلي اسیا کې نور پټن‎ځای نه‎لري.

خو د ښاغلي ډنفورډ په وینا دا ځل به په یوازې د افغانستان پر ستونزه غور ونشي پاکستان به د امریکا د تګلارې مهمه برخه وي.

هغه وویل:«پاکستان د افغانستان او د افغانستان د امنیت کِلي ده، دغه هېواد باید ډاډ ورکړي چې حقاني ډله په سوېلي اسیا کې پټن‎ځای ونه‎لري، ډاډ ورکړي چې طالبان په سوېلي اسیا کې پټن‎ځای ونه‎لري، موږ باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ له امنې پولې چې ډېره حیاتي ده ډاډمن شو.»

جنرال جوزف دنفورډ ټینګار کوي ۱۷ ترهګرې ډلې په سوېلي اسیا کې فعالیت لري او دې ته اړتیا ده چې پر دغو ډلو په لويې سیمه‎يیزې تګلارې سره فشار راوړل شي.

ښاغلي ډنفورډ زیاته کړه:« دا تګلاره به یوازې دافغانستان په اړه نه وي، ډېر داسې په یو بل پورې تړلي عناصر شته چې د ننه په افغانستان او ټوله سیمه کې ستونزې په هغوی پورې اړه لري، له همدې کبله به موږ چمتو وو، کله چې د پوځیانو د کچې په اړه خبرې کوو، د دغو عناصرو په اړه هم خبرې وکړو.»

د امریکا د پوځ د لوی درستیز په وینا، جنرال نیکلسن د څلور زره نورو پوځیانو د رالیږلو غوښتنه کړې ده، ځکه د هغه په اند د افغانستان امنیت داسې نه دی چې امریکا یې غواړي.

په اوسني وخت کې په افغانستان کې ۱۴ زره بهرني پوځیان فعالیت لري چې له دې جملې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي.

جنرال ډنفورډ وايي چې دا ځل یوازې د افغانستان ستونزې ته پاملرنه ونه‎شي او پاکستان به هم د امریکا په نوې تګلاره کې مهم ځای ولري.

شریک یي کړئ