Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې له خورې ناامنۍ سره په ورته وخت کې د م.م د عموم منشي سفر

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انټونیو ګوټرش افغانستان ته په خپل سفر کې‎، د کابل په ختیځ کې د کورنیو بې ځایه شویو یوه پنډغالي ته ولاړ او له یو شمېر بې‎ځایه شویو کسانو سره یې ولیدل.

ښاغلي ګوټرش ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلکو یوازې پرې نه ږدي او نړۍ باید له دغو خلکو سره خپلو بشرپالو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د افغانستان ګاونډي باید له یو بل سره لاس ورکړي او دې درک ته ورسېږي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش په دې اړه وویل:«ما پریکړه کړې چې له افغانستانه خپله لیدنه له ترټولو زیانمنو خلکو سره له خبرو پيل کړم، داسې کورنۍ چې د ویرونکو تاوتریخوالیو له امله بې ځایه شوي، هرڅه یې پرې ایښي او کابل ته راغلي، د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي کورونه یې وران شوي، د دغو خلکو ستونزو ته پاملرنه د نړیوالې ټولنې کلک ملاتړ ته اړتیا لري.»

په دې ځاي کې ماشومان له لیک لوست او زده کړو بې برخې شوي دي.

دغه سپین سرې میرمن چې بې ځایه شوې دوه زامن یې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې له لاسه ورکړي او په دې ځاي کې له خپلو لمسیانو سره په دغه تیاره خیمه کې اوسیږي.

د روان زیږدیز کال له پيل راهیسې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې څه د پاسه ۱۲۶ زره کسان د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. 

ښاغلي ګوټرش زیاته کړه:« سوله د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل لاره ده، نړیواله ټولنه، د افغانستان ګاونډیان او ټول هغه کسان چې په یو ډول د افغانستان په کړکېچ پورې اړوند دي، باید یو ځای او پوه شي چې دا جګړه پوځي حل لاره نه‎لري، موږ یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا لرو، خو موږ افغانان یوازې نه‎شو پرېښودلای،د دوی په کړاونو کې ورسره ملګرتیا کوو، موږ باید خپلې بشري مرستې زیاتې کړو.»

کابل ته د ملګروملتو د عمومي منشي له سفره دوې اوونۍ مخکې کابل له خونړیو بریدونو سره مخامخ شو چې له امله یې کابو ۶۰۰ تنه مړه او ټپيان شول.

له بلخوا په تېر زیږدیز کال کې کابو ۱۱ زره او ۵۰۰ ملکي کسان د جګړو قرباني شول.

شریک یي کړئ