د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د شخصي تربګنیو له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول.
د کندز د پولیسو ویاند، هجرتالله اکبري وايي چې د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي د شخصي تربګنیو له کبله تېره نیمه شپه(شنبې د غويي په ۶مه نېټه) په ډزو وژل شوي دي.
ښاغلی اکبري زیاتوي چې برید کې د کورنۍ څلور نارینه او درې ښځې وژل شوې دي او دوه نارینه ټپیان دي.
د پولیسو ویاند زیاتوي، د پېښې په تړاو د قرباني کورنۍ ورور چې د هغوی په ګاونډ کې یې ژوند کاوو نیولی دی.
د پولیسو په خبره له نیول شوي کس نه په کافي اندازه اسناد او شواهد ترلاسه شوي دي چې په کې یو کلاشینکوف او یوه تومانچه هم ده.