Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت کې د فساد په اړه د پرېکنده ملاتړ مأموریت نیوکه

د ناټو پرېکنده ملاتړ مأموریت وايي چې د کورنیو چارو په وزارت کې اداري فساد،تدارکاتي ناکامۍ او کمزوری مدیریت،په دغه وزارت کې یې کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ مأموریت د قومندانۍ د ارکان مرستیال جنرال ریچارډ قیصر د شنبې په ورځ(د غبرګولي په ۲۰ مه)چې د کورنیو چارو وزارت د پراختیايي بورد په جلسه کې د دغه وزارت د کلني ستراتېژیک پلان د رپوټ ورکونې له امله ترسره شوې وه خبرې وکړې،له هغه څه چې په کورنیو چارو وزارت کې د فساد او کم کارۍ شتون بلل کېږي،په کلکه یې نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دم‎ګړۍ په دغه وزارت ۴۰ تړونونه د ځوړ په حال کې دي.

هغه په دې اړه وویل:«تاسو باید هر ځل ځواب په بهر کې ونه لټوئ. ډېرې پېښې، ډېر پوځي توکي، او ډېر ودانیز کارونه ټولې ستونزې نه ‎شي هوارولای. زه له تاسو ټولو مشرانوغواړم چې وردکو ته ورشئ. د تدارکاتو ملي مرکز ته ننوځئ. وګورئ چې څومره تجهیزات شته او وپوښتئ چې دا تجهیزات ولې سرتېرو ته نه رسېږي.»

 دا جنرال د زنبق په څلور لاره کې د مرګوني برید یادونه هم کوي او د هغو سرتېرو چې د ټانکر مخه یې نیولې وه ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړه:« دا د ټولو هغو کسانو دنده ته چې نن د دغه مېز تر خوا راغونډ شوي،ترڅو له ځانه وپوښتې چې ایا نرینه او ښځينه ځوانان چې د دغه هېواد د پولیسو افسران دي، هغه څيز ته چې اړتیا لري په واک کې لري ترڅو خپله دنده ترسره کړي.تاسو له هغوی څخه غوښتي دي چې ستاسو له کورنیو څخه ساتنه وکړي؛نو هغو ته هغه څیزونو ته چې اړتیا لري وکړئ. هره شپه له ځانه وپوښتئ ایا هغه کارونه چې زه یې کوم له خپلو ښځينه او نرینه ځوانانو سره مرسته کوم؟ یا هغوی ته زیان رسوم؛موږ ټول باید دغه پوښته له ځانه وپوښتو.»

په همدې حال کې د بریټانیا سفیر دامېنک جرمي د دې غونډې یو له ګډونوالو،د کورنیو چارو په وزارت کې پر مشرتابه او د امنیتي ځواکونو په ښه کولو ټینګار کوي.

  هغه په ډاګه کړه:« د پولیسو د مشرتابه په بهیر کې د بدلون رامنځته کول یوه اړتیا ده. دا مشران باید د کار وړ وي او د کار وړتیا ولري او همداراز د سیاست تجربه ولري.»

له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزیر دا مني چې په دغه وزارت کې د فساد لمن ډېره پراخه ده.

د ښاغلي جاهد په وینا د مشرتابه کمزورتیا، بې کفاتي او بې پروايي د پولیسو ډېر د مرګ ژوبلې د لوړېدو له اصلي لاملونو څخه دي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وویل:«ډېره ستونزمنه ده چې د فساد لمنه چې پنځلس کلن میراث دی، په یوه کال کې ولې یې وچې کړو، خو هڅه کوو او خپلې هڅې باید زیاتې کړو؛دا شرم دی چې خلک هره ورځ موږ ته فاسد ووايي.»

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو په بنسټ، تر اوسه ۷۰۰ پولیس افسران چې ۱۲ جنرالان هم په کې شامل دي د اداري فساد په تور عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

پرېکنده ملاتړ مأموریت د ارکان رییس ټینګار کوي چې د کورنيو چارو وزارت څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه او د نړیوالۍ ټولنې تمه دا ده چې امنیت ټینګ او د خلکو اعتماد راجلب کړي.

شریک یي کړئ