Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګاونډیو ته د افغانستان خبرداری؛ له ترهګرو ملاتړ مه کوئ

د بهرنیو چارو وزارت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکوي چې له هغو ترهګرو ډلو چې د افغانستان امنیت ته ګواښ دی ملاتړ ونه کړي.

د یاد وزارت ویاند، شکیب مستغني له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غواړي چې د دولتونو ترمنځ د ښو اړیکو اصل په پام کې ونیسي ځکه چې دا اصل کولی شي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ګډو هڅو کې اغېزمنه ووسي.

ښاغلی مستغني زیاتوي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې له ترهګرو او هغو ډلو سره چې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي، ملاتړ کوونکو لپاره ګواښ دی.»

په داسې حال کې چې کابل له مسکو څخه له طالبانو سره د اړیکو په اړه د لازیات سپیناوي غوښتنه کړې، خو د دغه راز ګواښونو د کابو کولو لپاره د افغانستان سیاستونه رغنده بلل کیږي.

د پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی وايي:«روسیه او ایران له دوو کلونو راهیسي په منظم ډول د افغانستان په چارو کې په ګډه لاسوهنه کوي او له مخالفو ډلو سره اړیکه لري.»

روسي چارواکي وايي له داعش سره مبارزه د روسيې او طالبانو ترمنځ ګډ ټکی دی او روسیه ظاهرا د افغانستان په شمال کې د داعش په پرتله د طالبانو فعالیت د منلو وړ ګڼي، خو د طالبانو له څرګندونو داسې ښکاري چې دغې ډلې له هېواد څخه بهر ته هم سترګې نیولې دي، لکه څنګه چې د طالبانو غړو د کندز د پرځېدو پرمهال ویلي وه، یوازې د افغانستان په شمال به بسنه ونکړي بلکې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په لور به ولاړ شي.

شکیب مستغني له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غواړي چې د دولتونو ترمنځ د ښو اړیکو اصل په پام کې ونیسي ځکه چې دا اصل کولی شي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ګډو هڅو کې اغېزمنه ووسي.

شریک یي کړئ