Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۵ کلن شفیق الله د چهارشنبې د برید یو بل قرباني

 د کابل د تېرې ورځې (چهارشنبې د غبرګولي ۱۱ مه)موټر بم چاودنه کې، ۲۵ کلن شفیق الله نوري یو بل له قربانیانو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې د کاناډا ویزه اخیستې وه او ټاکل شوې وه چې تر راتلونکو درېیو ورځو له خپلې مېرمنې سره هغه هېواد ته ولاړ شي.

شفیق الله نوري له څلورو کلونو راهیسې په روشن مخابراتي شرکت کې کار کاوه د مور او یوې خور د اړتیاوو یوازینی برابرونکی وه.

د شفیق الله نوري له تلو سره اوس د هغه کورنۍ او خپلوان سخت غمجن دي او نه پوهېږي چې له دې وروسته څه ډول ژوند مخ ته یوسي.

د شفیق الله ماما قدم علي په دې اړه وویل:«هېڅوک نشته چې د داشان بریدونو مخه ونیسي، د دغه برید ټول قربانیان مُلکي کسان او بې ګناه خلک دي.»

د شفیق الله خپلوان وايي خلک د بې ګناه خلکو له وژلو تر پوزې راغلي دي.

د شفیق الله کاکا حسین وايي:«که‎چېرې دولت د خلکو د امنیت د تأمین توان نه‎لري،استعفا دې ورکړي او پرې نه ږدي چې خلک قرباني شي.»

له بلخوا د شفیق مور کونډه ده، هغه وايي په بې وزلۍ کې یې زوی روزلی او اوس د هغه په مړینې سره نهیلې شوې ده.

هغې له نهیلۍ سره زیاته کړه:«له بې وزلۍ او غریبۍ سره مې زوی وروزه، روزنه مې ورکړه، د کار څېښتن وه او په دې ډول هغه یې له منځه یوړ.»

د شفیق مېرمن چې په کاناډا کې اوسېده، په دې وروستیو کې کابل ته راغلې او ټاکل شوې وه له خپل خاوند سره د راتلونکې شنبې په ورځ کاناډا ته ولاړ شي.

د شفیق الله نوري مېرمن په ډاګه کړه:«زموږ ټول توکي چمتو وو چې کاناډا ته ولاړ شو،تېره ورځ کهیځ له ما څخه ولاړ او بېرته یې د هغه مړی راوړ او اوس د خاورې لاندې ویده دی.»

د شفیق الله نوري او د هغې د مېرمنې د سفر بکسونه له څو ورځو راهیسې چمتو وو خو نوموړی په چاودنه کې قرباني شو او د ژوند ټولې هیلې یې خاورو ته یووړې.

شفیق الله چې ټاکل شوې ده له خپلې مېرمنې سره، کاناډا ته ولاړ شي، خو د چهارشنبې مرګوني او خونړي برید د هغه ژوند واخیست او مېرمن یې د تل لپاره داغ‎داره کړه.

شریک یي کړئ