د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کندز له ۸ زره بې ځایه شویو کورنیو څخه ۲ زره یې بېرته خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.
د بلخ ولایت د تخنیکي سکټور رییس دبیح الله اختري وايي چې د کندز له ۸۰ زره بېځایه شویو څخه چې د مزرا شریف د حاجي په پنډغالي کي ځای پر ځای شوي وو د هغوی څه باندې ۲ زره یې په دوو وروستیو ورځو کې بېرته ستانه شوي دي.
هغه وايي چې ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو له دغو بې ځایه شویو سره د خوراکي او اغوستو توکو مرسته کړې ده.
ښاغلي اختري زیاته کړه:«د ځای او خیمې څخه پرته،بیړنۍ مرستې چې د دولت له خوا منظورې شوې وي نه مو لرلې خو خیریه موسساتو د یو اندازه کمپلو او جامو مرسته یې له هغوی سره کړې او خوراکي سازمان خوراکي توکي.»
په همدې حال کې یو شمېر بېځایه شوي له خپلو ستنېدو خوشحاله دي او له حکومت څخه غواړي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي او بلواګرو ته اجازه ورنه کړي چې خلک له خپلو کورونو څخه بېځایه کړي.
خیرمحمد چې په یوه مسافر وړونکي موټر کې له خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره ناست وه ترڅو کندز ته ستون شي،طلوع نیوز ته یې وویل:«دوه ځله شول چې موږ د جګړې په خاطر له کندز څخه تېښته وکړه یوځل تخار ته تللي وو او بل ځل مزار ته راغلو.»
هغه وویل:«له دولت څخه غوښتنه کوم چې کندز امن کړي ترڅو موږ بیا تېښتې ته اړ نه شو.»
د کندز د بالاحصار اوسېدونکي جمعه ګل څرګنده کړه:«تر کله به موږ دومره بېچاره او بېځایه وو زه په خپله اته ماشومان لرم،۱۳ تر ۱۴ زره افغانۍ مې لګولې دي په داسې حال کې چې کار نهشته.»
یو شمېر دغه بېځایه شوي وايي چې چې د جګړو پرمهال یې کورونه ویجاړ شوی دي او ټول شته یې غلا شوي دي.
د کندز د جګړې د قربانیانو او معلولینو ټولنې مسؤول سید غفار وویل:«د دې او هغه په نامه چور کېږي،دغه کسان تباه کېږي،تېره شپه څو تنو زنګ وواهه چې کور چې تالا شوی دی.»
دا بې ځایه شوي کسان وايي چې له ناچارۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي خو د کندز په امنیت باور نه لري او اندېښنه لري چې بیا ځلې د کورونو خوشې کېدو ته اړ نه شي.
په دې اړه مو اندونه