Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غزني کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۴ وسله‎والو وژل کېدل

د ۲۰۳ تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د "سلطان" په نامه د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۴ طالب وسله‎وال وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد عملیات د غزني ولایت په مقر او قره‎باغ ولسوالیو کې ترسره شوي او اوسمهال له وسله‎والو د سیمې پاکوونې عملیات دوام لري.

همداراز خبرپاڼه کې د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د ۴۵ تنو د آزادولو خبر هم ورکړل شوی دی.

ویل کېږي طالبانو یاد کسان له دولت سره د همکارۍ په تور نیولي وو.

په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو مرګ‎ژوبلې او د ترسره شویو عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د "سلطان" په نامه د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې

Thumbnail

د ۲۰۳ تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د "سلطان" په نامه د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۴ طالب وسله‎وال وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد عملیات د غزني ولایت په مقر او قره‎باغ ولسوالیو کې ترسره شوي او اوسمهال له وسله‎والو د سیمې پاکوونې عملیات دوام لري.

همداراز خبرپاڼه کې د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د ۴۵ تنو د آزادولو خبر هم ورکړل شوی دی.

ویل کېږي طالبانو یاد کسان له دولت سره د همکارۍ په تور نیولي وو.

په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو مرګ‎ژوبلې او د ترسره شویو عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه