Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنرالۍ رتبه که سوداګریزه معامله؟

په افغانستان کې د جنرالۍ رتبې د کومو معیارونو پر اساس ورکول کېږي؟ آیا د افسرانو ترفیع په اړه د ولسمشر ژمنې عملي شوې دي؟

داسې نیوکې شته چې افغان ځوانان چې د جګړې په ډګرونو کې شپې ورځې تېروي، تر کلونو وروسته ترفیع نه کوي، خو په کابل کې داسې کسان شته چې د اړیکو او پېژاند له مخې ډېر ژر د جنرالۍ رتبې ته رسېږي.

سناتور او د کورني امنیت د کمېسیون غړی، محمدنادر بلوڅ وايي:«زموږ هغه افسر او هغه پوځي متخصص چې هره ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي، قطعې او جزوتامونه سوق او اداره کوي، په سختو شرایطو کې، هېڅوک هغوی ته پاملرنه نه کوي، په داسې حال کې چې وړتیا هم لري.»

د پوځي چارو کارپوه، میرزا محمد یارمند څرګندوي:«افغانستان معیاري هېواد نه دی. افغانستان داسې هېواد دی چې له پنځو زرو کلونو را په دېخوا د قانون شتون سره سره، عرف حکومت کړی دی.»

مخکې له دې په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي وو چې په افغانستان کې د وړتیا له مخې نه بلکې د پېسو او اړیکو له مخې کسان جنرالۍ ته رسېږي.

مایکل میلن ویلي وو:«په افغانستان کې څنګه جنرال یا ډګروال کېږئ؟ دا ستاسو د جګړییزې وړتیا له مخې نه ټاکل کېږي، بلکې د رشوت په اندازه باندې ټاکل کېږي.»

ولسمشر غني ویلي وه، هر هغه کس چې جنرال کېږي نو دی به په خپله ترې ازموینه اخلي، خو په دې وروستیو کې د دولتي چارواکو یو شمېر خپلوانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړل شوې، چې د پوښتنو وړ دي.

په دې وروستیو کې د محمدالماس زاهدورور د ملي شورا غړي او د ولسمشر سلاکار محمدسالم الماس د مل پاسوالۍ رتبه ترلاسه کړه سرچینې وايي چې نوموړي څه موده مخکې یوه بله پوځي رتبه هم اخیستې وه.

د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي الماس د څو ترفیع ګانو په اړه چې څه وخت ورکړل شوې څه نه وايي خو زیاتوي چې نوموړي ته د وړتیا له مخې دا رتبه ورکړل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش وايي:«لوړې رتبې ته رسېدل فعالیت، لاسته راوړنو او کار پورې تړاو لري.»

مخکې له دې ولسمشر د خپل د پخواني سلاکار سیدحسین انوري زوي سیدخلیل الله انوري ته هم د جنرالۍ رتبې ورکړل شوې وې.

د ولسمشر د رسنیو دفتر د مسوؤل په دې اړه څه نه وايي خو ولسمشر ته نېږدې یوه سرچینه څرګندوي چې ولسمشر له ټولو جنرالانو ازموینه نه اخلي یوازې له هغو کسانو آزموینه اخلي چې د ولسمشر په اند شکمن ښکاره شي.

په افغانستان کې د جنرالانو شمېر د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د جنرالانو په پرتله څو برابره بلل کیږي، ددغو جنرالانو کره شمېر هم له امنیتي ادارو سره نشته.

د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:«ښاغلي حکمتیار په خپل قلم سلګونو کسانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي؛ پخواني ولسمشر په خپل قلم سلګونو او زرګونو کسانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي! جنرال دوستم د ولسمشر مرستیال تېر وخت کې سلګونو تنو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي... دا ټول سره ټول کړئ ا و ا صلاحات راولئ، ډېر وخت نیسي.»

داسې باور شته چې په افغانستان کې پوځي رتبې د پیسو او پيژندګلوۍ په بدل کې ورکول کیږي او دا د جګړې په ډګرونو کې نیغ په نیغه د ترهګرو په ګټه چاره ده.

د جنرالۍ رتبه که سوداګریزه معامله؟

په افغانستان کې د جنرالۍ رتبې د کومو معیارونو پر اساس ورکول کېږي؟ آیا د افسرانو ترفیع په اړه د ولس

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه