Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ له شخړو څخه د فنلنډ اندېښنه

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر تېموسویني،د ملي یووالي حکومت د مشرانو او چارواکو ترمنځ شخړې او واټن اندېښمنونکی بولي.

د فنلنډ دغه لوړپوړی چارواکي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د بریا کلۍ د ملي یووالي حکومت د مشرانو او د چارواکو ترمنځ یووالی دی.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د جګړې د کړکېچ د حل لپاره باید سیاسي لارې وپلټي.

هغه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د هغو هېوادونو په وړاندې چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او بلواګرۍ څخه ملاتړ کوي،باید له دغو هېوادونو سره مبارزه وکړي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو زویر تېمو سویني وویل:« د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره سیاسي حل لاره ډېره اړینه ده، که څه هم په دې لاره کې ډېرې ستونزې شته، خو افغانان د جګړې له امله زیانمنېږي او افغان چارواکي باید یوه مناسبه حل لاره وپلټي.»

ښاغلي سویني زیاته کړه:« نړیواله ټولنه او د ملګروملتو سازمان له هغو هېوادونو سره چې له ترهګرو ملاتړ کوي باید مبارزه وکړي دا وضعیت د زغم وړ نه دی.»

که څه هم د طالبانو د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو د هڅو ستاینه کېږي خو د هېواد د کړکېچ په بنسټیز هواري کې د افغان سیاستوالو پر کړنو نیوکې کېږي.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني څرګنده کړه:«که‎چېرې موږ غښتلي او کارپوه سیاستوال او ډيپلوماټان لرل اوس په دې وضعیت کې به نه وو. نړیواله ټولنه باید قانع شي چې پر پاکستان فشار راولي ترڅو د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس په سر شي.»

له دې سره سره اروپا ته د زرګونه افغانانو تلل او د دوی د پناه غوښتل هم د امنیت او کاري زمینو د نشتوالي له امله بلل کېږي، د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر وايي ۵ تر ۶ زره افغانانو په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې او د دوی د دوسیو له څېړلو وروسته به زیات شمېر دغه کډوال له فنلنډ څخه وایستل شي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر تېموسویني،د ملي یووالي حکومت د مشرانو او چارواکو ترمنځ شخړې او واټن اند

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه