Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوی کال او شادیانو دښته کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه

 د پسرلي موسم په راتلو او د دښتو په سمسورتیا سره، د بلخ ولایت ځینې سیمې د سیلانیانو په تفریح ځای بدلې شوي او د هېواد له ګوټ ګوټ خلک د تفریح په موخه د دغه ولایت سمسورو دښتو ته سفر کوي.

سیلانیان دغو سیمو کې اس ځغلونې او کاغذ پرانۍ لوبو تر څنګ د روژه ماتي لپاره بېل بېل خواړه چمتو کوي.

یو شمېر کسان چې د مزارشریف شادیان دښتې ته د تفریح او سیل په موخه راغلي، خوښ دي.

د مزارشریف ښار اوسیدونکي، عبدالله د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل: «نن ډېر خوشحاله یم چې شادیان دښتې ته راغلی یم، د روژې مبارکې میاشتې سره سره ډېر خلک له خپلو کورنیو سره راغلي او له خپل وخت څخه خوند اخلي.»

کاغذ پران پلورونکي، امید په دغه سیمه کې د خلکو حضور په اړه وویل: « هره ورځ له دوه سوو تر درې سوو کاغذ پرانونه راوړم، هم د کور روزي کیږي او هم د ځوانانو ساعت تېرېږي، له دې وړاندې مې کراچۍ چلوله او اوس چې دلته خلک ډېر شوي، کاغذ پران پلورلو ته مې مخه کړې.» 

د کندهار اوسیدونکی، عصمت الله چې مزارشریف ته راغلی وایي: « نوی کال دی، موږ مزارشریف ته راغلی یو، زه هر نوی کال مزارشریف ته راځم او ملګري مې له مزارشریف څخه دي، دا اس مو په ۵۰ افغانیو کرایه کړی، یو څو عکسونه واخلو او وګورئ چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه مزارشریف ته خلک راغلي.»

بلخ هر کال په پسرلي کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د زرګونو سیلانیانو کوربه وي، سږ کال هم د نورو کلونو په څېر د هېواد له بېلابېلو ولایتونو زرګونه کسان د سیل او تفریح په موخه د دغه ولایت سمسورو دښتو ته راغلي او د ژوند خاطرې تازه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه