Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارغوان ونو پر پرې کېدو د پروان د اوسېدونکو نیوکه

د پروان ځینې اوسېدونکي په ګل غونډۍ سیمه کې د ونو په غیر قانوني ډول پرې کېدو نیوکه کوي.

دوی له مسوولانو غواړي چې د تفریح په دغه سیمه کې د ونو د پرې کېدو مخه ونیسي.

د پروان اوسیدونکي سید عظیم وویل: « په ژمې کې خلک غریب وي او پیسې نه‌لري چې لرګي واخلي نو دلته راځي او پټه د ارغوان ونې پرې کوي او د سوځولو لپاره یې وړي.»

د پروان یو بل اوسېدونکی غلام علي هم وايي:« څاروي راځي او دلته خرابی کوي، د ارغوان ونې خوري. خلک یې هم د سوځولو لپاره پرې کوي.»

دا غونډۍ چې د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په څنډه کې پرته ده د ارغوان ونو ځانګړې ښکلا وربښلې او هرکال په پسرلي کې ګڼ کسان د تفریح او چکر له پاره ورځي.

په ورته وخت کې د چاریکار ښاروال وایي په کابل کې د چین سفارت هوډ کړی چې دغه ولایت کې څو پرمختیایي پروژې عملي کړي او ارغوان غونډۍ ته د دېوال جوړول یې لومړیتوب دی.

سید ایمل نیکمل اغا په دې اړه وویل: « د چین سفارت له موږ څلور پروژې وغوښتلې چې موږ یوه پروژه د ګل غونډۍ دېوال دی او د چین سفارت ته مو وړاندیز کړی دی او بیا به یې ښه ساتنه وشي.»

د چاریکار ښاروالۍ مسوولان وایي په ګل غونډۍ کې یې پنځه کسان د ونو د ساتنې او پالنې په موخه ګومارلي دي.

ګل غونډۍ چې د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په څنډه کې پرته ده د ارغوان ونو ځانګړې ښکلا وربښلې او هرکال په پسرلي کې ګڼ کسان د تفریح او چکر له پاره ورځي.

تصویر بندانگشتی

د پروان ځینې اوسېدونکي په ګل غونډۍ سیمه کې د ونو په غیر قانوني ډول پرې کېدو نیوکه کوي.

دوی له مسوولانو غواړي چې د تفریح په دغه سیمه کې د ونو د پرې کېدو مخه ونیسي.

د پروان اوسیدونکي سید عظیم وویل: « په ژمې کې خلک غریب وي او پیسې نه‌لري چې لرګي واخلي نو دلته راځي او پټه د ارغوان ونې پرې کوي او د سوځولو لپاره یې وړي.»

د پروان یو بل اوسېدونکی غلام علي هم وايي:« څاروي راځي او دلته خرابی کوي، د ارغوان ونې خوري. خلک یې هم د سوځولو لپاره پرې کوي.»

دا غونډۍ چې د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په څنډه کې پرته ده د ارغوان ونو ځانګړې ښکلا وربښلې او هرکال په پسرلي کې ګڼ کسان د تفریح او چکر له پاره ورځي.

په ورته وخت کې د چاریکار ښاروال وایي په کابل کې د چین سفارت هوډ کړی چې دغه ولایت کې څو پرمختیایي پروژې عملي کړي او ارغوان غونډۍ ته د دېوال جوړول یې لومړیتوب دی.

سید ایمل نیکمل اغا په دې اړه وویل: « د چین سفارت له موږ څلور پروژې وغوښتلې چې موږ یوه پروژه د ګل غونډۍ دېوال دی او د چین سفارت ته مو وړاندیز کړی دی او بیا به یې ښه ساتنه وشي.»

د چاریکار ښاروالۍ مسوولان وایي په ګل غونډۍ کې یې پنځه کسان د ونو د ساتنې او پالنې په موخه ګومارلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه