Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په اچین کې د داعش ډلې په وړاندې د هوايي او ځمکنیو عملیانو پيل

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د مهمند درې په اسدخېلو کلي کې د امریکا د پوځ له خوا د ستر غیر اټومي بم له خورځولو وروسته د دغې ولسوالۍ ولسوال وايي چې له تېرې شپې راهیسې د داعشیانو د له منځه وړلو لپاره هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي دي او دغه عملیات د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا په مخ وړل کېږي.

د اچین ولسوال اسماعیل شینوالي وویل:«تېره شپه کابو اته بچې د هغوی(داعشیانو)پر سمڅو بریدونه وشول،د نورو ورځو په پرتله ځواکمن برید وه ترڅو د هغوی چرړې له منځه ولاړې شي.»

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني وايي چې نن له لسو ځلو زیات د داعشیانو پټن‎ځایونه د امریکايي ځواکونو د الوتکو له خوا بمبارد شول،خو د دغو عملیات د مرګ ژوبلې کره شمېر مالوم نه دی.

د کریم په وینا،په سیمه کې د امریکا د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه هم لیدل کېږي.

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له خپلو کلیو تښتېدلي دي،د دغو عملیات له ترسره کېدو خوشحاله دي او له حکومت څخه غواړي چې هغوی د داعش له ظلم څخه خلاص کړي.

هغوی د امریکا د دغې بمي برید څخه په هرکلي سره له حکومت څخه غواړي چې دغه ډله په دغې ولسوالۍ کې له منځه یوسي.

د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی پلستر خان وايي:«هلته چې بمبارد وشو،د داعش ډېر کسان وو او کابو ۷۰ تنه هلته وژل شوي.ډېر یو ښه کار وشو چې داعشیان له منځه ولاړل.هلته هېڅ مُلکي کس نه وه.»

شریک یي کړئ