Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې د سېلاب په پایله کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه وکړ

سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په هرات ولایت کې د سېلاونو د بهېدو له امله ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دغه ښار یو ډېر شمېر اوسېدونکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د هرات اوسېدونکې پر سیمه‎ییزو چارواکو له نیوکې سره وايي چې هغو له طبیعي پېښو سره د مخامخ کېدو لپاره هېڅ چمتوالی نه لري.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې په تېرو لسو ورځو کې د سېلاونو په بهېدو سره په دغه ولایت کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې یوه ځانګړي پلاوي د هرات ولایت د اوسېدونکو د زیانونو د کچې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي او ټاکل شوې ده چې د دغو سېلاونو له زیانمنو سره مرستې وشي.

په همدې حال کې یو شمېر زیانمن وايي چې سرپناه او خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.

هغوی وايي چې د شپې تر نیمايي د اوبو په بندېدو بوخت وو او دغه سېلاونو هغوی ته ځاني او مالي زیانونه له ځان سره لرل.

که‎څه هم د هرات ډېری اوسېدونکي د هرات ښاروالۍ په دې اړه مسؤوله بولي،خو د هرات ښاروال وايي چې د ښارجوړونې یو د یوه ستر پلان نشتون،د ښاري اوبو د بهېدو د کانالونو نشتوالی او د سترو کانالونو د زیانمن کېدل«انجیل» او د هرات ښار په شمال کې د نویو ویالو د دغو سېلاونو د مخنیوي کار ستونزمن کړی دی.

شریک یي کړئ