په فراه ولایت باندې د طالبانو له ډلیزو بریدونو کابو شپږ میاشتې ورسته د دې ولایت اوسېدونکی په راتلوونکي پسرلي کې د دغې ډلې د بریدونو د بیا ترسره کولو څخه سخت اندېښنه لري.
اخوا د فراه ولایت پولیس هم مني چې د دې ولایت له لسو اداری واحدونو نه پنځه یې تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دي او پنځه نور هم تر یوه حده د طالبانو تر بریدونو لاندې راتلي شي.
هغه سیمې چې د روان کال د تلې په میاشت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ له جګړې سره مخامخ وې اوس آرامې دي، خو د فراه ولایت ډېری اوسېدونکي یو ځل بیا په دې ولایت کې د ناامنیو د پراختیا په اړه اندېښمن دي.
داسې ښکاري چې په دې ولایت کې امنیتي ګواښونو ته تراوسه هم جدي پام نه دی شوی.
د یو شمېر امنیتي سرچینو په وینا د فراه ښار له جګړې راهیسې د دې ولایت په ولسوالیو او لویو لارو کې د افغان ځواکونو ۱۵ پوستې د طالبانو له برید سره مخامخ شوې دي، خو په مقابل کې یې امنیتي ځواکونو څه غبرګون ښودلی دی؟
فراه ولایت د ولایتي شورا غړي وویل:«له بده مرغه چې دولتي ځواکونه په همدغه دفاعي حالت کې هم ډېره مرګ ژوبله ويني.»
د فراه امنیه قومانداني هم د نوموړي ولایت په پنځو ولسوالیو کې پراخ ګواښونه مني او د فراه ښار په ګډون د دې ولایت پنځه نور اداري واحدونه له دغو ناامنیو لیرې نه بولي.
جګړې او له راتلونکي ویرې په فراه ولایت کې ډیری پروګرامونو ته زیان رسولی دی.
د دې ولایت د یوې سیمه ایزې رسنۍ په دفتر کې چې د مدني ټولنې د فعالینو مرکز هم ګڼل کیږي ددغو زیانونو بیلګه له ورایه ښکاري.
په تیرو کابو دوو کلونو کې په هیواد کې د جګړو پر پراختیا سربیره ځینې سیمې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي، خو حکومت وايي امنیتي ادارې په راتلونکي پسرلي کې له جنګي ننګونو سره د مقابلې لپاره یو لړ پرګرامونه په پام کې لري.