د ۲۰۹شاهین قول اردو یو شمېر چارواکي په دې باور دي چې پر د یادې قول اردو برید له هېواد څخه بهر سمبال شوی وه.
د یادې قول اردو ویاند، عبدالقهار آرام د طالبانو نفوذ او فساد ردوی، خو زیاتوي چې له غفلت کوونکو سره به قانوني چلند وشي.
ښاغلی آرام زیاتوي:«ترهګر په قول اردو کې له شته تشو استفاده وکړه چې یو شمېر افغان ځواکونه یې اغوا کړل او د ټپي په نامه قول اردو ته د ننه شول.»
اخوا د دوه سوه نهم شاهین قول اردو د جومات ملا امام چې ورور یې هم وژل شوی د طالبانو دغه کار د اسلامي اصولو پرخلاف بولي.
دی چې له لسو کلونو راهیسې په دې قول اردو کې ملا امام دی وايي، د ننه له همکارۍ پرته دې قول اردو ته دننه کېدل ستونزمن کار دی.
مولوی احمدالله زیاتوي:«هغه ګوزار چې دوی اسلام ته ورکړ د کفر دنیا هم نه دی ورکړی.»
د احمدالله ورور، شېر محمد چې څلور میاشتې مخکې یې واده کړی وه او ۲۵کاله عمر یې درلود هم په دې برید کې وژل شوی دی.