وحید قاسمي چې د استاد قاسم افغان لسمی دی نیژدې درې لسیزې کیږي چې د هیواد د یو وتلي سندرغاړي په توګه هرځای را څرګندیږي
وحید قاسمي چې اوس مهال په کاناډا کې ژوند کوي په دا ورستیو کې افغانستان ته هم راغلی و د دې ترڅنګ یې چې کنسرتونه ورکړي د سیمه ایزې موسیقي په اړه یې پلټنې هم پيل کړي دي.
قاسمي وايي: « داسې څیړنې مې پیل کړي چې د افغانستان د ګڼو سیمه ایزو موسیقي په اړه پلټنې وکړم نو د دې لپاره مې شمال په ځانګړې توګه بدخشان ته سفرونه لرل مونږ غواړو د موسیقي د آلاتو، هنرمندانو او په هر هغه څه باندې چې په یوه سنتي موسیقي پورې تړلي دي کشف او بیا یې ثبت کړو. »
هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې یې ځينې لاس ته راوړنې هم لرلي دي او ډیر ژر به د هرات او یا ننګر ولایتونو ته هم ولاړ شم.
وحید قاسمي ځینې افغان سندرغاړو ته هم سندرې جوړې کړي دي او د دوی له یو شمیر سره یې سندرې هم اجرا کړي دي.
وحید قاسمي د هغو هنرمندانو څخه دی چې تل یې په سندرو کې نوی خوند او رنګ لیدل کیږي.
هغه همدارنګه ځوانانو او ماشومانو ته هم سندرې ویلي دي.
ښاغلي قاسمي وویل: «کله چې د وړکتون استاد وم د ماشمانو له خوی سره ښه بلد وم او دا مې درک کوله چې دوی کومې موسیقي ته اړتیا لرينو څو سندرې مې د دې هیواد دې راتلونکې جوړونکي نسل ته هم ویلي دي. »
هغه وايي چې تر دې دمه د هیواد ځايي موسیقي ته سمه پاملرنه نه ده شوې.
هغه د هیواد د اوسنی موسیقي په اړه هم څه لري او د قوي شعر نه شتون د نني موسیقي په وړاندې یوه ننګونه بولي.
هغه زیاته کړه: « باید داسې کمیسون شتون ولري چې د ټولو اماتورو سندرغاړو سندرې هلته شتون ولري او په دې کمیسون کې پرې کره کتنه وشي.او وروسته تر دې چې په لیدنو او اوریدنیو رسینو کې یې د نشر حق ولاره نشر دې شي.بدبختانه داسې رسنی شتون لري هرڅه یې چې زړه وغواړي خپروي او دا د موسیقي په زیانه دی. »
وحید قاسمي په فولکلوریکو سندرو کې هم یو نوم لري.
ښاغلي قاسمي د نابینا خلکو سره د مرستې لپاره هم سندرې ویلي دي چې وروستی سندره یې د دوی لپاره (چشمان من) چې شعر یې د وهاب مجیبر و ویلې ده.
قاسمي وویل چې هغه سبک چې په هیواد کې د هندي سبک په نوم پيژندل کیږي او دا سبک ډير وړاندې دلته اوریدل شوی دی چې دا دې په خلاف د هندي او خراساني سبک څخه جوړ یو سبک دی.
د قاسمي په وینا د ېد څخه روسته به دی هیواد ته ډير راشي او د افغاني موسیقي په اړه به ډيرې پلټنې وکړي.
په دې اړه مو اندونه