Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې د افغان سندر غاړي شفيق مريد کنسرت د ديني عالمانو تر غبرګون وروسته لغوه شو

په داسي حال کې چې ټاکل شوې وه د سه شنبې په ورځ د هيواد د تکړه سندر غاړي شفيق مريد کنسرت په هرات ولايت کې جوړ شي خو دغه کنسرت د ديني عالمانو د غبرګونونو له امله لغوه شو.

شفيق مريد وويل يو شمير ملايانو په دې ولايت کې دده له کنسرت سره مخالف وښود او ده له همدې امله لغوه کړ.

ويل کيږي چې دغو ملايانو له خلکو وغوښتل چې دې کنسرت ته ولاړ نشي . دوی دا شان کنسرتونه د فحشا د پراخيدو عامل وګڼل او له خلکو يې وغوښتل چې دې کنسرت ته ولاړ نشي.

شفيق مريد ويلي غوښتل يې د نن ورځي په کنسرت کې چې يک تبسم نوميږي د هيواد په اړه او همدارنګه د ميندو او ماشومانو لپاره سندري ووايي.

شفیق مرید طلوع نيوز ته وويل: « زه هرات ته ددې لپاره راغلی وم چې ددې ولايت خلکو ته خوښي ورکړم او له دې امله مي ځان شاته کړ چې نه غواړم کومه ستونزه رامنځ ته شي. »

د هرات ولايت سيمه ايزو چارواکو د يو شمير کسانو تر مظاهرو وروسته چې د يادو ملايانو په ملاتړ راټول شوي وو ياد کنسرت لغوه کړ.

شفيق مريد وويل د ځان او همدارنګه د هرات د خلکو لپاره خواشينی دی او ويي ويل چې يا زنده او صحبت باقي.

نوموړي وويل که دغه مسله يوازي دده په اړه واي نو په هره بيه به يې دا کار کړی واي خو په دې کنسرت کې د هرات په زرګونو خلک راځي او که کومه پيښه وشي نو دی ځان مسول ګڼي.

د شفيق مريد د کنسرت د لغوه کيدو خبره د انترنټ په مخ د فيسبوک له لاري خپره شوي ده.

د راپورونو له مخې د شفيق مريد يو شمير مينه والو پر سيمه ايزو چارواکو نيوکه کړيده.

اعتراض کوونکو وويل موږ نه طالب يو او نه القاعده بلکې غواړو چې خپل اسلامي ارزښتونه خوندي کړو.

شفيق مريد ځوان افغان سندر غاړی دی چې په لږ وخت کې ډير ځليدلی او په پښتو او دري ژبو سندرې وايي چې ډيری سندري يې خپله جوړي کړي دي.

په داسي حال کې چې ټاکل شوې وه د سه شنبې په ورځ د هيواد د تکړه سندر غاړي شفيق مريد کنسرت په هرات ول

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه