Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تړلې پولې به د افغانستان‎ـ‎پاکستان د سوداګرۍ زوړې لامل شي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي چې د افغانستان او پاکستان پولې تړلو سره به د دواړو هېوادونو سوداګري له زوړې سره مخامخ شي.

دا بنسټ زیاتوي چې پاکستان له افغانستان او مرکزي اسیا ته د خپلو توکو په لیږولو سره تر اوسه پوری کابو ۸۰ سلنه زیان کړي دي او دسوداګرۍ او صنایعو وزات وایي چې افغان سوداګر باید له دغه هېواد سره تر هغه د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه پیل نه کړي تر څو پاکستان د افغانستان په اړه خپل سیاست نه وي روښانه کړي.

د یوولسو ورځو په تېرېدو سره لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله تړلې پاتې ده.

د سوداګریو او صنایعو خونو د مالوماتو له مخې کابو زر باروړونکي موټر د تورخم دروازې، زر هم د سپین‎بولدک درزوازې هاخوا او ۳۰۰ هم د ډیورنډ کرښې دې خوا ولاړ دي، ترڅنګ یې دوه سوه ټرانزیتي موټر هم چې د پاکستان له لارې افغانستان ته راتلل په پاکستان کې ولاړ دي.

د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، خان‎جان الکوزی وايي:«زموږ وړاندیز دا دی چې وروڼو که خطر وي نو په لاره کې موږ ته نو سوداګري نه کوو. موږ وروسته له دې د کراچۍ له لارې سوداګري نه کوو تر هغه وخته پورې چې برخلیک مو روښانه نه شي.»

د باروړونکو موټرونو د ټولنې رئیس، طلامحمد څرګندوي:«سلګونه موټر بند پاتې دي او دا زموږ لپاره جدي ستونزه ده. زموږ موټرچلونکي په بد حالت کې دي.»

یو تن سوداګر، حاجي عبدالرزاق چې شپږ موټره یې له تازه میوو بار کړي او غوښتل یې افغانستان یې راوړي، اوس د پولې هاخوا بند پاتې دي.

دی زیاتوي:«شپږ موټر مې په لاره کې بند پاټې دي، یو شمېر میوې خرابې شوې دي. نیم مو هم په کمه بیه خرڅ کړي دي.»

له پاکستان سره د تورخم دروازې تړل کېدو سره اوس‎مهال د افغانستان په بازارونو کې د میوو او سبزیو بیې لوړې شوې دی.

یو تن پلورونکی، محمدعالم وايي:«د تازه میوو بیه دوه برابره لوړه شوې ده.»

بل پلورونکی، ایمل زیاتوي:«څه موده مخکې د سبزیو بیه کمه وه، خو اوس چې لاره تړل شوې ده په هر من کې څو برابره لوړوالی راغلی دی.»

په همدې حال کې د سوداګریو خونو ویاند، مسافر قوقندي څرګندوي:«خبرې اترې روانې دي، زموږ هڅه او شعار دا دی چې موږ له ټولو هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې غواړو.»

د پاکستان سند ایالت په یوه زیارت کې تر ځانمرګي برید وروسته چې په کې ۷۵ تنه ووژل شول، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.

له دې برید څخه وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې او ویې ویل چې دا کار یې له افغانستان څخه د ترهګرو ورتګ په موخه کړی دی.

د سوداګریو او صنایعو خونو د مالوماتو له مخې کابو زر باروړونکي موټر د تورخم دروازې، زر هم د سپین‎بولدک درزوازې هاخوا او ۳۰۰ هم د ډیورنډ کرښې دې خوا ولاړ دي، ترڅنګ یې دوه سوه ټرانزیتي موټر هم چې د پاکستان له لارې افغانستان ته راتلل په پاکستان کې ولاړ دي

شریک یي کړئ