د لومړي ځل لپاره د کامایر هوايي شرکت له یوې کاره لوېدلې الوتکې څخه به رسټورانټ جوړ شي.
د کامایر هوايي شرکت وايي چې دغه الوتکه له څو کلونو راهیسې له کاره لوېدلې وه او ټاکل شوې ده چې په پارک شهر کې په دغې الوتکه کې یو رسټورانټ جوړ شي.
د دې الوتکې د لېږد کار د اختر په شپه پیل شو او د اختر د لومړۍ ورځې تر نیمایي روان و.
د کام ایر هوایي شرکت استازی وایي، دا الوتکه له کاره لوېدلې وه او په پام کې ده چې یو رسټورانټ پهکې جوړ شي.
د کامایر هوايي شرکت استازی مسعود عارفي په دې اړه وویل:«تړون شته، دوی وغوښتل چې د تل لپاره الوتکه ولري، ځکه چې موږ نور دغې الوتکې ته اړتیا نهلرو او ومو غوښتل چې په هوايي ډګر کې نور ځای هم ونهسي نو پارک شهر ته مو واستوله ترڅو ترې استفاده وکړي.»
پارک شهر کابل یوازینی خصوصي پارک ده چې څه باندې یو مېلیون ډالرو باندې جوړ شوی او ډېری کورنۍ د مېلې لپاره ورځي.
حاجي محمد هغه څوک دی چې تل له خپلو ماشومانو سره دې پارک ته راځي.
د کابل اوسېدونکي جاجي محمد زیاته کړه:«پارکونه باید پراخ وي ترڅو خلک وکړای شي له خپلو ماشومانو سره ولاړ شي.»
د کابل بل اوسېدونکی نوید محمدي هم وايي:«الوتکه یې راوسته.هر څومره چې پارکونه زیات وي ښه دي چې خلک تفریح وکړي.»
بل لورې د پارک شهر مشر وایي، پارک ته د ورتلونکو له شمېرو خوښ دی.
د پارکشهر مشر حبیب الله عصمتي په دې اړه په ډاګه کوي:«پارک د ګهیځ له ۸ د شپې تر ۱۲ پرانیستی دی. د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره، هر څومره ښه وي، زموږ اقتصاد هم ښه کېږي. د تېرو کلونو په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او زموږ مشتریان هم کم شوي دي.»
وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې لیدل کېږي یوه لویه الوته لېږدي. له همدې کبله د کابل ښار کې د دې الوتکې لیدل، ډېرو ته حیرانونکي و.