Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرنې وزارت د مېوو او کرنیزو توکو لپاره معیاري سړې خونو جوړ وي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت په هېواد کې د تازه مېوو د ساتنې لپاره د څلورو سړو خونو له جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې د دغو سړو خونو څخه موخه د تازه مېوو ساتنه ده ترڅو بڼوال وتوانېږي خپلې تازه مېوې په تدریج سره په مناسبه بیه بازار ته عرضه کړي.

یوه له دغو سړو خونو څخه د پغمان په ولسوالۍ کې د ۶۰ ټنه وړتیا سره ګټې اخیستنې ته سپار شوې ده.

په هېواد کې د بڼوڼو او کروندو د حاصلاتو د ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو نشتوالی د کروندګرو او بڼووالو د کارو بار پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې بلل کېږي.

 د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي چې سږ کال د کرنیزو محصولاتو لپاره ۵۰۰ سړې خونې جوړوي او دغه راز ۴ نورې سړې خونې د تازه مېوو د ساتلو لپاره جوړېږي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد په دې اړه وویل:«په پروان، سنمګانو،بلخ ولایتونو کې ورته سړې خونې د جوړېدو په حال کې دي او ډېر ژر بشپړېږي. دغه سړې خونې په یوه وخت کې کابو د ۶۰ ټنه مېوو وړتیا لري او له بزګرانو سره ستره مرسته ده.»

اخوا یو شمېر بڼوال وايي که‎چېرې په هېواد کې لویې سړې خونې جوړې شي؛ دوی د خپلو بڼوڼو حاصلات په کې ساتلای او دغه راز په مناسبه بیه بازر ته وړاندې کولای شي چې په دې کار سره به له یوې خوا په هېواد کې د سړو خونو د کموالي ستونزه اواره شي او بل پلو به بڼوالي وده وړکړې او د وارداتو مخه به ونیول شي.

یوه بڼوال نصیر احمد وویل:«موږ مېوه په کور کې ساتو او له موږ څه خصا کېږي او هغه وخت په کمه بیه یې پلورو.که‎چېرې په سړې خونه کې وساتل شي کولای شو په ښه بیه یې وپلورو.»

یوه بڼوال صفي الله وویل:«موږ ته باید ډېرې سړې خونې جوړې شي ترڅو موږ په هر کلي او هرې سیمې کې سړې خونې ولرو او موږ په سمه توګه په هره سیمه کې خپلې مېوې وساتو او بازار ته عرضه کړو.»

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې په تېرو درې کلونو کې په هېواد کې د بڼوڼو او کروندو د حاصلاتو لپاره  څه باندې ۲ زرو ۸۰۰ سړې خونې جوړې شوي دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې ښږ کال د کرنیزو توکو څه باندې ۵۰۰ سړې خونې جوړوي او همدارنګه د تازه مېوو د ستانې لپاره هم څلور سړې خونې جوړېږي.

شریک یي کړئ