د ملګرو ملتونو سازمان د یوه نوي رپوټ موندنې ښيي چې په تېرې یوې میاشت کې، په افغانستان کې د نوملیکنې پر ۲۳ مرکزونه بریدونه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې په دغې پېښه کې ۲۷۱ تنه وژل او ټپيان شوي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، په تېرې زیږدیزې میاشت کې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش مرکز تهڅېرمه برید، مرګونی برید وه چې په پایله کې یې ۱۹۷ تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي چې د دغو پېښو په تړاو په غوسه دی او دا بریدونه غندي.
تدامیچي یاماموتو د ټاکنو پر بهیر برید پر ډموکراسۍ برید بولي:«هغه کسان چې د رایه ورکولو لپاره نوملیکنه کوي زما لپاره ډېر د درناوي وړ دی، هغوی له خپل حق څخه د اساسي قانون په سمون کې استفاده کوي او د افغانستان د راتلونکي لپاره خپله هیله د خپل ځاني خوندیتوب د اندېښنې په پرتله مهم بولي.»
په همدې حال کې ښاغلی یاماموتو ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان د ټاکنو له بهیره ملاتړ ته ژمن دی او له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.