په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی، ویټالي چورکین د ۶۴ کلنۍ په عمر نیویارک کې په یوه روغتون کې ساه ورکړې.
روسي چارواکي وايي چې ښاغلی چورکین روغتون ته لیږدول شوی وه، او ډېرې مودې راهیسې د زړه پر ناروغۍ اخته وه.
چورکین کابو لس کاله په ملګرو ملتونو کې دنده ترسره کړې وه.
ملګرو ملتونو د ښاغلي چورکین درناوي په موخه یوه دقیقه سکوت وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا وویل:«د ښاغلي چورکین مړینه زموږ هېواد او ډپلوماسۍ ته یوه غمیزه ده، هغه یو مسلکي کس وه.»
چورکین د روسیې د سیاستونو سخت پلوی وه او په ځانګړې توګه د سوریې په اړه.
ده په ۱۹۹۰ زیږیز کال کې د پخواني شوروي حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کړې وه.
ښاغلي چورکین د هغې ترڅنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په کاناډا او بلجیم کې د دې هېواد د سفیر په توګه هم درنده ترسره کړې او په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې ملګرو ملتونو کې د دایمي سفیر په توګه وټاکل شو.