درې امریکايي سرتېري د افغان سرتېري په ډزو کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایت سیمهيیز چارواکي وايي چې تېره ورځ(شنبې د غبرګولي۲۰مه) یوه افغان سرتېري د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي.
بریدکوونکی سرتېری د ملي اردو ځانګړو ځواکونو له ډلې وه.
د برید لامل تر اوسه نه دی څرګند دا چې یاد سرتېري ولي پر امریکايي سرتېري ډزې کړې دي.
دا چارواکي زیاتوي چې بریدګر هم د امریکايي ځواکونو ډزو په ترڅ کې وژل شوی دی.
امریکايي ځواکونو د داعش ډلې په نښه کولو په موخه په ننګرهار ولایت کې پوځي عملیات په لاره اچولي دي.
افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو هم منلې چې درې سرتېري یې د یوه افغان سرتېري په ډزو کې وژل شوي دي.