د پاکستان په بهاولپور ښار کې نن سهار وختي(یکشنبې د چنګاښ۴مه) د تیلو ټانکر اور اخیستو په پایله کې ۱۲۳ کسان وژل شوي دي.
پېښه هغهمهال شوې ده چې د تیلو یو ټانګر په ډېر سرعت سره پر سرک روان وه او تر اوښتو وروسته یې اور اخیستی.
ویل کېږي چې ټانکر تر اوښتو وروسته چاودېدلی دی.
زیاته مرګژوبله هغهمهال خلکو ته اوښتې ده چې خلک د تیلو اخستو لپاره ټانکر شاوخوا راټول او په چاودنه کې وژل شوي دي.
په دې پېښه کې کابو ۷۰ تنه نور ټپیان دي.