Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ:د قوم‎پالني طرحه د مخکښ شخصي لیدلوری دی

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ثواب الدین مخکښ قوم‎پالنه طرحه چې په هغه کې ویل شوي دي د تاجیکو، هزارو او ازبیګ توکمه کارکوونکو حضور باید په دغه بنسټ کې کم شي، د هغه شخصي لیدلوری دی نه د حکومت هغه.

د چارو اداره وایي، که د دې ادارې د څارنې او ارزونې برخې امر ثواب الدین مخکښ له دندې استعفا نه وای ورکړې، دوی ګوښه کاوه.

تر دې وړاندې د ښاغلي مخکښ له ادرسه، د ټلګرام په یوه ګروپ کې، د قو‎م پالنې یوه طرحه خپره شو.

د چارو د ادارې چارواکي د دې طرحې شته والی تاییدوي.

د دې ادارې یوه چارواکي وویل، چې مخکښ غوښتل، د چارو د ادارې پر مشرتابه نفوذ وکړي، ترڅو دا طرحه یې عملي شي.

له دې سره ځینې حقوق پوهان وايي چې د اساسي قانون له مخې، باید ښاغلی مخکښ عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

د چارو ادارې د تلګرام له برخې د یوې طرحې له راایستلو وروسته د دې ادارې د څارنې او ارزونې څانګې آمر استعفا ته اړ شو.

د ولسمشر د ویاند دوا خان مینه‎پال مرستیال دا طرحه د ښاغلي مخکښ شخصي نظر بولي نه د حکومت هغه.

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:«د چارو اداره خپل اصول لري؛ هغو کسان چې دغه کار یې کړی شخصي دي او له هغوی سره به قانوني چلند وشي او له هغوی سره جدي چلند وشي.»

ښاغلي مخکښ په تصویري پيغام کې چې د فېسبوک پر پاڼه یې خپور کړی وايي کوم کس د هغه د دفتر له کمپیوټره ناسمه ګټه پورته کړې ده.

د چارو ادارې د څارنې او ارزونې مرستیال ثواب الدین مخکښ وویل:«هغو کسانو چې زما له کمپیوټر څخه استفاده کړې کله چې زه د ډوډۍ خوړلو ته ولاړم چا ما ته دا فایل راواستوه.»

د چارو د ادارې یو چارواکی تاییدوي چې دا د ښاغلي مخکښ طرحه وه او غوښتل یې د دې ادارې مشرتابه ته یې وسپاري.

د ولسمشرۍ د چارو ادارې د بهرنیو چارو رییس وايي که ثواب الدین مخکښ استعفا نه وای کړې له دنده به ګوښه کړل شوی وای.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د بهرنیو اړیکو رییس میاګل وثیق څرګند کړه:«په خپله مخکښ استعفا وکړه،خو که‎چېرې استعفا یې نه وه کړې د چارو له ادارې څخه بهر کېده.»

یو شمېر حقوق پوهان وايي چې د اساسي قانون له مخې هغه کسان چې په حکومتي ادارو کې د دولتي امکاناتو په کارولو د توپير پالنې مسایل خپروي له دندې به ګوښه او عدلي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.

حقوق پوه عین الدین بهادري په دې اړه وايي:«هغه کسان چې قومي مسایلو ته لمن وهي د قانون پربنسټ باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.»

د مشرانو جرګې رییس هم په حکومتي ادارو کې پر ملي یووالي ټینګار کوي او وايي په دغو ادارو کې باید قومي مسایل ځای ونه‎لري.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په ډاګه کړه:«د تاجیک یې، هزاره یې، او ازبک یې موضوعګانې باید مطرح نه وي.»

تېره اوونۍ یوه طرحه چې ۱۲ مادې یې لرلې د چارو ادارې ریاست د تلګرام له څانګې خپور شو چې په‎کې ویل شوي و د تاجیک، هزاره او ازبک قومونه وګړي په دغه اداره کې کم شي.

شریک یي کړئ