د کندهار ولایت ځايي چارواکو نن سېشنبې (د لړم په ۲۳ مه) په دغه ولایت کې څلور ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شول.
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني ویلي چې دغه پېښه د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د شپې پر مهال رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې ترهګرو غوښتل چې له یوه هاموې موټر څخه په ګټنې چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک وه، د معروف ولسوالۍ او د نوموړې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید وکړي.
د ښاغلي دراني په وینا، دغه بریدګر د پولیسو لخوا په ګوته او موخې ته له رسېدو مخکې په نښه شول.
د هغه په وینا هاموې ډوله پوځي موټر د امنیتي ځواکونو د انجینرۍ ډلې له خوا وچاودول شو.