د افغانستان ۱۴ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډلې وروسته له دې چې د هند میزورام لوبډلې پر وړاندې بریا خپله کړه، د هند سوبروتو لوبو پایلوبې ته یې ځان ورساوه.
دا لوبه نن سهار(دوشنبې (د وږي۱۳مه) په هند کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې ۱۲۰ دقیقې پرته له ګول څخه تېرې شوې، خو په اضافي وخت کې د افغانستان لوبډلې وکولی شول د پنالټي ګولونو په وهلو سره لوبه په خپله ګټه ۵ د ۴ګولونو پر وړاندې پای ته ورسوي او په دې سره د دې لوبو لومړۍ نیمايي ته لار پیدا کړي.
د دې لوبو وروستۍ لوبه به چهارشنبې د افغانستان پر وخت د مازدیګر ۴بجې د هند چاندیګر او افغانستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
تېر کال هم د افغانستان لوبډلې وروستۍ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې وه، خو ه پای کې د بنګلهدیش په پنالټي بریدونو کې یې ماته ومنله.