Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پنجاب ۱۴ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډله د افغانستان له لوبدلې سره لوبې ته حاضره نشوه

د پنجاب ۱۴ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډله په خپله وروستۍ ډله‎ییزه لوبه کې د افغانستان ۱۴ کلنو فوټبال لوبډلې سره له لوبې ډډه وکړه چې په پایله کې یې دا لوبې درې د صفر پر وړاندې د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.

د هېواد لوبډلې په دې لوبو کې ۱۴ بریاوو په ترڅ کې ۳۶ ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې هېڅ ګول هم د افغانستان لوبډلې دروازه ونه ټکوله، او د ۱۲ امتیازونو سره یې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د هېواد لوبدلې مخکې له دې سریلانکا ته ۲۲ د صفر پر وړاندې ماته ورکړې وه او په دوهمه لوبه کې د هند چارتېزګر لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د ډله‎ییزو لوبو په درېیم پړاو کې د پنجاب بي.بي.اس لوبډلې پر وړاندې میدان ته ولاړه چې یادې لوبدلې ته یې ۸ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

په دې سره د افغانستان لوبډلې د څلورو پرله پسې بریاوو سره د څلورمې ډلې نوملړ کې لومړۍ ځای خپل کړ او نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د پنجاب ۱۴ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډله په خپله وروستۍ ډله‎ییزه لوبه کې د افغانستان ۱۴ کلنو فوټبال

Thumbnail

د پنجاب ۱۴ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډله په خپله وروستۍ ډله‎ییزه لوبه کې د افغانستان ۱۴ کلنو فوټبال لوبډلې سره له لوبې ډډه وکړه چې په پایله کې یې دا لوبې درې د صفر پر وړاندې د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.

د هېواد لوبډلې په دې لوبو کې ۱۴ بریاوو په ترڅ کې ۳۶ ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې هېڅ ګول هم د افغانستان لوبډلې دروازه ونه ټکوله، او د ۱۲ امتیازونو سره یې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د هېواد لوبدلې مخکې له دې سریلانکا ته ۲۲ د صفر پر وړاندې ماته ورکړې وه او په دوهمه لوبه کې د هند چارتېزګر لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د ډله‎ییزو لوبو په درېیم پړاو کې د پنجاب بي.بي.اس لوبډلې پر وړاندې میدان ته ولاړه چې یادې لوبدلې ته یې ۸ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

په دې سره د افغانستان لوبډلې د څلورو پرله پسې بریاوو سره د څلورمې ډلې نوملړ کې لومړۍ ځای خپل کړ او نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه