د افغانستان د فوټبال د غوره لیک په لومړۍ سیالۍ کې د اتلولۍ دفاع کوونکې لوبډلې سپین غربازانو د سیمرغ البرز په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړه چې دغه لوبه ۲-۲ په مساوي توګه پای ته ورسېده.
په دغې لوبه کې لومړۍ د سیمرغ البرز لپاره غلام فیاض عزیزي او حسین رضا اکبري ګول وهنې وکړې.
د لوبې په ۲۵ دقیقه کې فهیم افکار خپلې لوبډلې ته یو پنالټي ترلاسه کړ چې دغه پنالټي غلام حضرت نیازي په ګول بدل کړ.
خو له دې سره کار پای ته ونه رسېد د سپین غربازانو د لوبې په ۳۳ دقیقه کې د شفیق ایوبي په واسطه خپل دویم ګول ترسره کړ.
د دغو سیالیو په لړ کې سبا شاهین اسمایي د طوفان هریرود په وړاندې د لوبې ډګر ته وردانګي.
په دې اړه مو اندونه