د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله نن سېشنبې(د وري په ۸ مه)د انټرکانټیننټل سیالیو په جام په یوې څلور ورځنۍ لوبه کې د ایرلنډ ملي لوبډلې په وړاندې ډګر ته ولاړه.
د دغې سیالۍ ګټل دواړو لوبډلو ته ځانګړی اهمیت لري او په دغه رپوټ کې د دغې سیالۍ ځانګړنو ته یوه کتنه شوې ده.
له ایرلنډ سره د افغانستان د کرېکټ څلور ورځنۍ لوبه مهمه ده؟
افغانستان او ایرلنډ د انټرکانټیننټل جام سیالیو په څلور ورځنیو سیالیو کې د دویمې درجې دوه غوره لوبډلې شمېرل کېږي چې ایرلند د ۸۰ امتیاز په لرو لومړی مقام او افغانستان د ۶۱ امتیازو په لرلو دویم مقام لري.
په دغه جام کې د هرې لوبې ګټل ۲۰ امتیازه لري کهچېرې په لومړۍ پاڼۍ کې سیالۍ لوبډله له مقالې لوبډلې څخه ډېرې منډې ترسره کړي په اتوماتیکه توګه سیاله ډله شپږ امتیازه ترلاسه کوي کهچېرې لوبه مساوي شي،په دې صورت کې له ۲۰ امتیازو څخه ۱۳ امتیازه سیالۍ لوبډلې ته ورکول کېږي.
کهچېرې اوس افغانستان وکړای شي چې په دغې لوبه کې بریالی شي او ۲۰ امتیازه ترلاسه کړي په دغه نوملړ کې د شاملو هېوادونو په منځ کې به لومړی مقام خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو له دغې سیالۍ وړاندې ویلي چې دغې سیالۍ کې ګټل د هغوی لپاره مهم او حیاتي دي.
ځکه چې د انټرکانټېننټل جام ګټوونکې لوبډله د ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د کرېکت له نړیوالې شورا له خوا د دایمي غړی لرونکي هېواد له وروستۍ لوبدلې د ټسټ یا څلور ورځنیو لوبو کولو حق لري چې له هرې بریا سره کولای شي وړاندې ولاړه شي.
له دغې سیالۍ څخه وروسته،د دغو سیالیو په لړ کې افغانستان له عربي متحده اماراتو او هانګ کانګ سره هم دوه لوبې لري چې دغه دوه لوبډلې لږې کمزورې دي خو افغانستان باید په دغو ټولو لوبو کې بریا خپله کړي ترڅو ټول امتیازات خپل کړي.
له بلخوا له هالنډ او اسکاټلنډ سره د ایرلنډ دوه لوبې پاتې دي. چې غښتلې لوبډلې شمېرل کېږي.
هېره دې نه وي چې ایرلنډ په دغه جام کې له هرې بلې لوبډلې څخه ډېره اتلولي په خپله کارنامه کې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په وړاندې د ایرلنډ له پرلهپسې ماتې څخه وروسته په دغې سیالۍ کې یې د افغانستان د بریا په هکله هیلې زیاتې کړې دي.
له بلخوا ایرلنډ لوبډلې په دغې سالۍ کې خپل نامتو لوبغاړی کوین اوبراین یې د ټپ له امله په واک کې نهلري او د افغانستان لپاره راشد ارمان،نبي عیسی خېل او حمزه هوتک یو ډېر غښتلی ټکی شمېرل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه لوبه د راشد خان لپاره د انټرکانټیننټل په سیالیو کې لومړنۍ لوبه ده.