Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د شمالي کوریا اټومي پروګرام ځواب په درشل کې

د امریکا متحده ایالاتونو پوځ د شمالي کوریا د آټومي پروګرام د پراخیتا پر وړاندې د ځواب ورکولو په درشل کې دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ د یاد مطلب څرګندولو سره وايي چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د بندیدو يوازینۍ لاره پر یاد هېواد د چین له لوري د فشارونو زیاتوالی دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د سویلي کوریا له ولسمشر سره تر لیدو وروسته په یوې خبرې ناسته کې ویلي. چین باید د شمالي کوریا پر وړاندې د  ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې لیکونو په عملي کیدو کې ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو پر شمالي کوریا د چین له لوري فشارونه د دې سبب شي چې پیونګ یانګ خپل اټومي پروګرام بند کړي.

د امریکا لوی درستیز، جنرال جوزف دانفورد څرګندوي:«په دې پار  چې پر شمالي کوریا دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه اغیزه وکړي او له خپل ټومي پروګرام څخه لاس واخلي نو په دې برخه کې موږ د چین همکاريو ته اړتیا لرو. چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بندیزو په لګولو او هم د دوی په عملي کیدو کې باید له موږ سره مرسته وکړي.»

په همدې حال کې د ګوام ټاپو اوسیدونکي چې د شمالي کوریا له احتمالي ګواښ سره مخ دي وایي، که چیرې په ټاپو کې د امریکا پر پنډغالي توغندیز برید وشي نو ټوله ټاپو به له منځه ولاړه شي.

د ګوام اوسیدونکی، اشلي وايي:«د هرې ورځې په تیردو سره دغه ګواښونه واقیعت ته نږدې کیږي. موږ اندیښمن یوو چې  کوچنۍ ټابو ګوام به له منځه ولاړه شي.»

 ګوام ټاپو  څه باندې ۱۶۰ زره اوسیدونکي لري، سربیره پر دې په یاده ټاپو کې اوه زره امریکایي سرتیري هم میشت دي.

په همدې حال کې د امریکا استخبارات وایي، نېږدې راتلونکې کې د امریکې او شمالي کوریا ترمنځ احتمالي جګړه کېدونکی کار نه دی.

د امریکې او شمالي کوریا ترمنځ د ستونزې پر دوام سره، د سي اي ای مشر، مایک پامپو وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتومي جګړې ګواښ، په نېږدې راتلونکې کې ممکن نه دی.

امریکا وايي چې چین باید د شمالي کوریا پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې لیکونو په عملي کیدو کې ګړندي ګامونه پورته کړي

شریک یي کړئ