Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شمالي کوریا امریکا د دې هېواد ضد پر جګړې تورنوي

شمالي کوریا امریکا متحده ایالاتونه تورنيو چې د دې هېواد پر وړاندې یې د جګړې اعلان کړی دی او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ري یوګ هوو څرګندوي، له همدې کبله پیونګ‎یانګ حق لري چې د دې هېواد پر جنګي توکي په نښه کړي.

دی زیاتوي:«موږ حق لرو چې د امریکا سټراتیژيک بم‎اچونکي به نښه کړو، آن که هغه د شمالي کوریا په ځمکنۍ بشپړتیا کې نه وي.»

خو سپينه ماڼۍ دا ادعاوي ردوي او وايي چې واشنګټن کله هم د جګړې اعلان نه دی کړی او نه غواړي چې کیم جونګ اون نسکور کړي.

دسپينې ماڼۍ د رسنیو مسوؤله، سارا سندرز په دې اړه وايي:«موږ د شمالي کوریا پر وړاندې د جګړې اعلان نه دی کړی او دا یوه بې بنسټه اداعا ده.»

دا وايي چې د پیونګ‎یانګ ګواښونو سره سره بیا هم واشنګټن د سوله‎ييزې حل لارې په لټه کې دی.

سندرز زیاتوي:«هېڅ هېواد ته مناسبه نه ده چې د یوه بل هېواد الوتکې په نړیوالو اوبو کې په نښه کړي. موږ موخه د سولې له لارې حل لار ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي وه چې د شمالي کوریا مشر او د بهرنیو چارو وزیر به تر ډېره پاتې نشي.

شمالي کوریا وايي، دا هېواد حق لري دا مریکا جنګي الوتکې که هغه د دې هېواد په بشپړتیا کې نه وې هم په نښه کړي

شریک یي کړئ