د ایران په لویدیځو سیمو کې د زلزلې له کبله ۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې تر ډېره مالي او ځاني زیان د کرمانشاه ولایت په درېیو ښارونو کې خلکو ته اوښتی دی.
د ایراني چارواکو په خبره د زلزلې ځواک د ریښتر په اندازه ۶،۴ درج او ژوروالی یې ۷ متره وو.
دا زلزله د ایران څو نورو ښارونو ترڅنګ د عراق په پلازمېنې بغداد کې هم احساس شوې ده.
د ایران لویدیځې سمې تر ډېره د زلزلې له ګواښونو سره مخامخ دي.