Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شمالي کوریا له خوا د توغندي توغول او په ارام سمندر کې یې لوېدل

شمالي کوریا نن ګهیځ (سې‎شبنې د وږي په ۷ مه) یو ځل بیا توغندی توغولی . دغه توغندی د جاپان په سوېل کې د «هوکایدو» له ټاپو څخه تېر او په ارام په سمندر کې لوېدلی دی.

دغه دوغندی په داسې حال کې توغول کېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې، د شمالي کوریا له خوا د توغندیو ازمایل او پر دغه هېواد د بندیزونو لګولو، د پیونګیانګ او واشنګټن اړیکې ترینګلې کړي دي.

د هوکایدو ټاپو یو اوسېدونکی وايي:«د ګواښ زنګ ووهل شو او په ټلېفون کې مې هم د خطر زنګ ووهل شو. لوړ غږ یې درلود چې وې وېرولم.»

د رپوټونو پر بنسټ، د شمالي کوریا توغندی د دغه هېواد د پلازمېنې «پیونګیانګ» له نېږدې سیمې څخه توغول شوی دی.

دغه توغندی د ۵۵۰ کیلومټره لوړوالي او ۲ زره او ۷۰۰ کیلومټره واټن له وهلو وروسته په درې برخو ووېشل شو او د ارام په سمندر کې پرېوت.

د جاپان لومړی وزیر، شینزو آبه په دې اړه وویل:«د دي توغندي توغول د جاپان او سیمې سولې او ټیکاو لپاره ګواښ دی. موږ دا کار غندو او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کوو ترڅو بېړنۍ ناسته ترسره کړي.»

د دې توغندي له توغولو څو ساعته وروسته جاپاني ځواکونو له امریکایې ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات پیل کړل.

د جاپان هوايي ځواک قومندان، جنرال هېرواکي مائهارا څرګنده کړه: «لومړی تمرین په جاپان کې د امریکا په پوځي اډه کې د هوايي دفاع توغندیو لګول وو. موږ تمه نه درلوده چې شمالي کوریا به له دې  تمرین مخکې توغندی وتوغوي، خو زموږ ځواکونو خپله وړتیا ښکاره کړه.

په همدې حال کې سویلي کوریا د توغندي له ازمویلو انځورونه خپاره کړي دي او ویل کېږي چې د شمالي کوریا د توغندیو ازمویلو پر وړاندې ځواب دی.

شریک یي کړئ