په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتونو، سویلي کوریا او شمالي کوریا ترمنځ ناندرې زیاتې دي، شمالي کوریا نن( دوشنبې د غبرګولي۸مه) بل بالستیک توغندی ازمویلی دی.
د سویلي کوریا او جاپان چارواکي وايي چې ښایې دا ازمویل شوی توغندی د «اسکاد» لنډواټن ویشتونکی وي.
د شمالي کوریا توغندی نن سهار جاپان تر اقتصادې څارلاندې اوبو کې لګېدلی دی.
د سویلي کوریا پوځ چې د شمالي کوریا پوځي کړنې له نېږدې څاري، د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«توغندي ۴۵۰ کیلومټره واټن کچ کړی دی.»
د امریکا آرام سمندرګي قومندانۍ هم د دې خبر په تائید سره ویلي دي چې دا توغندی یې تر هغې چې د جاپان په اوبو کې لګېدلی، د ۶ دقیقو په موده کې څارلی دی.
دوی ویلي دي چې دا توغندی د امریکا لپاره ګواښ نه بلل کېږي.
د سویلي کوریا ولسمشر، مون جهاین د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.
مون چې په ټاکنو کې نوی بریالی شوی دی، له پیانګیانګ سره د خبرو لیواله ښکاري.
د سویلي کوریا رسنیو خبر ورکړی دی چې د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازمویل به د نوي حکومت هڅې د خبرو اترو په موخه زیانمنې کړې.