د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې، زرڅانګه شنبې ( چنګاښ۳۱مه) له خپلو دوو زامنو سره د وسلهوالو کسانو له لورې ټپي شوې ده.
ډان پاکستانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې دا پېښه د خیبرپښتونخوا نوشارو په اضاخېلو سیمه کې د زرڅانګې زامنو او وسلهوالو ترمنځ د پیسو پر سر له لفظي شخړې وروسته شوې ده.
پولیسو ویلي دي چې دوی به د روغتيايي راپور پر بنسټ راپور ولیکي.
پولیسو زیاته کړې ده، دپېښې په تړاو ۵ تنه نیول شوي دي، خو هر یوه د ۵۰۰ زره پاکستانۍو کلدارو ورکړې سره خوشې شوې دي.
دوی زیاته کړې ده چې دواړو خواو شکایت کړی او دواړه لوري ټپیان شوي هم دي.
د پولیسو د راپور له مخې وسلهوالو کسان د زرڅانګې له زوی څخه د پیسو اخیستو په موخه د هغوی کورته ورغلي چې تر شخړې وروسته نوموړې او زامن یې ټپیان شوي دي.
له پېښې وروسته زرڅانګه او زامن یې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د زرڅانګې مشر زوی، شهزاد ویلي دي چې کشر ورور یې له وسلهوالو پورهوړی وه، سره له دې چې پېسې یې ورکړې وې، خو یاد کسان د لا زیاتې ګټې غوښتنه کوله.