Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر روسیې د امریکا د نویو بندیزونو له لګولو د المان اندېښنه

المان چې له روسیې سره نېږدې اقتصادي اړیکې لري، پر روسیې د امریکا د نویو وضع شویو بندیزونو په اړه اندېښنه کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین شافر په ټینګار سره وایي، د امریکا متحده ایالاتونه له اروپايي هېوادونو سره پر روسیې د بندیزونو د لګولو په برخه کې باید لازمې همغږۍ ولري.

هغه زیاته کړه:«زموږ له نظره امریکا حق نه‎لري چې د اروپايي شرکتونو په اړه قضاوت وکړي.

او دوی ته حکم وکړي چې له درېیم‎ګړي هېواد سره څه ډول معامله وکړي.»

 له دې سره په ورته وخت کې د جرمني د حکومت ویاند هم ټینګار کوي چې د المان پر اقتصادي شریکانو د بندیز لګول د المان د حکومت لپاره د منلو نه دي.

 د المان د حکومت ویاند اولریک ډمیر څرګنده کړه:«موږ هر ځلې هغه بندیزونونه چې زموږ پر هېواد یا پر درېیم‎ګړي لګېږي رد کړي دي.

ډیره اړینه ده چې د امریکا متحده ایالاتونه له اروپايي اتحادیې سره د بندیزونو د وضعې په برخه کې لازمه همغږي ولري.»

په همدې حال کې  هغه یو شمېر هېوادونه چې د روسیې له ګواښونو زیانمن دي د امریکا له دې پریکړې ملاتړ کوي خو بل پلو ته هغه هېوادونه چې له روسیې سره ښې اړیکې لري د خپلو ښو اړیکو ساتلو لپاره د لګېدلو بندیزونو مخالفان دي

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي که‎چېرې بندیزونه ولګول شي پر هېواد به یې منفي اغیزه وکړي برلین به دغه بندیزونه ونه مني.

شریک یي کړئ