د امریکا د متحدایالاتو د کانګرس د غړو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳ مه)په افغانستان کې د جګړې د برخلیک د روښانه کېدو په اړه د بحثونو په ژر تر ژره پیل ټینګار وکړي.
هغوی یوه لایحه چمتو کړې هر وخت چې د کانګرس د استازو له خوا تأیید شي،په افغانستان کې د امریکا د فعالیتونو مالي سرچینو د پرېکېدو احتمال به ډېر شي.
په دغه لایحه کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر، وزیران او امریکايي کارپوهان باید کانګرس ته د دې په اړه چې په افغانستان کې جګړه څه ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسوي، توضیحات ورکړي.
د امریکامتحده ایالاتونو د کانګرس اووه غړو په یوې خبري غونډه کې ویلي دي چې د ۱۶ کلونو په تېرېدو او د ۲ زره او ۲۰۰ امریکايانو له وژل کېدو او د ۲۰ زره نورو له ټپي کېدو سره په افغانستان کې هېڅ«ستر بدلون» نه دی راغلی.
یو له دغو استازو جان ګرامینډي په دې اړه وویل:« د کانګرس په دې غونډه کې باید د امریکا ولسمشر او د خلکو استازي په افغانستان کې د خپلو موخو په اړه خبرې وکړي. آیا موخه په دغه هېواد کې د یوه ډموکراټیک حکومت جوړول دي، آیا امریکا غواړي هلته یو خوندي ځای جوړ کړي چې ترهګر پهکې ځاله ونه لري په داسې حال کې چې دا موخې په تېرو ۱۶ کلونو کې په مناسبه توګه مطرح شوي نه دي.»
د امریکا د استازو مجلس بل غړي جان ډانکن هم وویل:« د افغانستان جګړه داسې جګړه ده چې له هغې ۱۶ کاله تېرېږي خوهېڅ چا پوښتنه ونهکړه چې موږ په دې هېواد کې څه کوو. ما او ملګرو مې پرېکړه کړې چې څه ډول په دې اړه اقدام وکړو.»
یو تن دا قانون جوړونکی افغانستان د امپراطوریو ګورستان بولي او وايي چې د افغانستان د جګړې د تمویل د منع لایحه یې جوړه کړې ده او غواړي چې دا لایحه هغه هېواد د مجلس په عمومي غونډه کې تر بحث لاندې ونیسي.
هغه د دوه کوچنیو نجونو تصویر ته په اشارې چې د افغانستان په جګړه کې خپل پلار له لاسه ورکړی وايي چې باید انتظار ونه باسو چې له افغانستانه ډېر تابوتونه امریکا ته راوړل شي.
امریکايي سناټور والټرجونز څرګنده کړه:« تر اوسه هم په افغانستان کې زموږ ځوانې نجونې او هلکان وژل کېږي او یا هم خپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکوي. موږ د پارلمان له رییس پال رن څخه غواړو چې د افغانستان د جګړې په اړه یو بحث ولري.»
په افغانستان کې د فعالیت لپاره د مالي سرچینو ته د لاسرسي د منع لایحه د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د مارچ په ۲۲ مه کانګرس ته وړاندیز او د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې ته راجع شوه.
په دې لایحه کې به په افغانستان کې د امریکا د سفارت او د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو بهیر مالي سرچینې به د دې طرحې له تصویب یو کاله وروسته هم بندې نهشي.